دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد ثور انقلاب(۷ او ۸)، عبرتناکې تېر وتنې یا نه ختمېدونکی کړکېچ؟

د ثور انقلاب(۷ او ۸)، عبرتناکې تېر وتنې یا نه ختمېدونکی کړکېچ؟

لیکوال: ډاکتر نصیر احمد احمدزی

د افغانستان معاصر تاریخ د دوو سترو او خونړیو پېښو شاهد دی چې د ثور اوومې او اتمې ترنامه د ملت په حافظه کې ثبت شوي دي. که څه هم دا دواړه خوځښتونه د ژغورنې له شعارونو او دروغجنو دعوو سره پیل شول، خو په عمل کې یې هېواد د ورانۍ او دوامداره کورنیو جګړو کندې ته واچاوه.

اوس چې له څلورو لسیزو جګړو او وینې توېدو وروسته ژوند کوو، دا پوښتنه راپورته کېږي، ایا لا هم اړتیا شته چې هر کال د دغو پېښو یاد تازه کړو، که نه باید د راتلونکي لپاره نوي تګ لاري رامنځته او تعریف کړو؟

د ۱۳۵۷ کال د ثور انقلاب د ټولنیز عدالت او روښانفکرۍ له شعارونو سره پیل شو، خو د بهرنيو لاسوهنو په وسیله ډیر ژر پر ظالم او دیکتاتورۍ واوښت. برعکس، د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمه، چې د مجاهدینو د بریا په نوم ونمانځل شوه، د ملت هیلې د سولې او بیا رغونې لپاره له خاورو سره خاورې کړې، افغانستان یې د تنظیمي جګړو په خونړي ډګر بدل کړ، او د واک د ساتلو لپاره یې ۷۰ زره کابلیان ووژل.

که څه هم دواړه جریانونه ظاهراً د هېواد د ژغورنې مدعيان ول، خو په حقیقت کې د ډله‌ییزو او ایدیولوژیکو ګټو لپاره وسیلې شوې، نه د ملي مصالحو لپاره. دا دواړه پېښې د دې سبب شوې چې هېواد له څلورو زیاتو لسیزو راهیسې د جنګ، ورانۍ او شاتګ په لمبو کې وسوځي.

په تېرو کلونو کې د ثور په ناورین سیاسیونو پراخ نقدونه او تبصرې وشوې. نور باید د هېواد د ځوانانو فکر او انرژي د دغو تاریخي پېښو په مرداب کې بنده پاتې نه شي. د نن نړۍ په برېښنایي چټکۍ سره د تکنالوژۍ او علمي پرمختګ لور ته روانه ده. هېوادونه لکه امریکا متحد ایالتونه او چین په تنده سیالۍ کې دي چې د مصنوعي ذهن، فضایي تکنالوژۍ او دیجیتلي اقتصاد په برخو کې برلاسي ترلاسه کړي.
په داسې حال کې، موږ باید د خپلو ځوانانو افکار له بې‌ثمره تاریخي لانجو خلاص او د نړیوال پرمختګ کاروان ته سوق کړو. او موږ باید د دروغجنو قهرمانانو د جوړولو له ناروغۍ خلاص شو!

یو له سترو فکري خنډونو څخه زموږ په ټولنه کې دا دی چې لا هم ډېر هغه کسان چې د هیواد د ورانۍ سبب شوي، د قهرمانانو، سپهسالارانو او ژغورونکو په توګه ستایل کېږي. د دې پر ځای چې له تېرو فاجعو عبرت واخلو، لا هم د قوم، سمت، مذهب او ژبې په توپیرونه ځانونه ويشو. دا بهیر باید ژر تر ژره ودرول شي. نور د افغانستان د ملت وخت او انرژي باید د ملت جوړونې، پراختیا او سوکالۍ لپاره ولګول شي.

په همدې اساس، هېواد ته د نجات ورکولو لپاره د یوه فکري انقلاب اړتیا ده، داسې انقلاب چې پر ملي یووالي، ودانیز کار، د علم زده کړې او تکنالوژۍ ولاړ وي.
موږ نن د هر وخت نه زیات د فکري انقلاب اړتیا لرو، یو داسې انقلاب چې د ملي وحدت، ودانۍ، علم او تکنالوژۍ پر محور راڅرخي. د نن ورځې جهاد اکبر دا دی چې د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او د وطن د ژغورنې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وشي. دا انقلاب باید یوازې د خالص نیت له مخې د افغانستان د بیا رغونې لپاره وي او د تېرو مفسدینو، فرصت‌طلبو او ورانونکو لاسونه باید د تل لپاره لنډ شي.

افغانستان یو زخمي، ټوټه-ټوټه او وران هېواد دی. راځئ چې دا ځل له بې‌ځایه او دروغجنو شعارونو پرته، یوازې د وطن د آبادۍ په نیت پاڅون وکړو. هغه فرصتونه چې له لاسه وتلي، بېرته نه شي راګرځېدلای، خو موږ کولای شو یوه روښانه راتلونکې جوړه کړو، داسې یوه راتلونکې چې راتلونکي نسلونه نور د وینې او اور له دې تکراري تاریخه خلاص شي. تاریخ باید د عبرت زده کړې وسیله وي، نه د کرکې دوام!

که تاریخ سم ولوستل شئ او تحلیل شي، د راتلونکي د رڼا څراغ ګرځي، خو که د عبرت پر ځای د دښمنۍ او اختلاف تخم وکري، یواځې د ملت پر پښو زنځیر جوړېږي. نور باید د تعصب په زندان کې بند پاتې نشو. باید د واقعي لید له مخې تېر ته وګورو، تېروتنې ومنو او د یو روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره نوې لار وټاکو. د ثور اوومه او اتمه بیاکتنه باید د کینې د تازه کولو لپاره نه، بلکې د عبرت درس روښانه راتلونکي لپاره وګرځي.

د افغانستان راتلونکی د هغه نسل په لاس کې دی چې لا یې د زړو ټپونو داغونه نه دي حس کړي او چمتو دی چې د نوې انګېزې او نوې مفکورې سره هېواد د شاتګ له منګولو خلاص کړي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید د ځوانانو د تعلیم، علمي پرمختګ او مسلکي ودې فرصتونه پراخ شي. د دوی انرژي باید د ویرانوونکو سیاستونو پر ځای د علم، اختراع او اقتصاد د پرمختګ په لور متمرکزه شي. که نن پر دغه نسل پانګونه ونه شي، سبا به بیا هم د همدې تریخ تاریخ د تکرار شاهدان واوسو.

د ودان، یو موټي او سمسور افغانستان په هیله!

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه