دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان له ډونالډ ټرمپ غوښتي، څو له هند سره د روان کړکېچ...

پاکستان له ډونالډ ټرمپ غوښتي، څو له هند سره د روان کړکېچ کمولو لپاره مداخله وکړي.

ویب ډیسک

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په واشنګټن کې د اسلام آباد سفیر رضوان سعید له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، څو له هند سره د روان کړکېچ کمولو لپاره مداخله وکړي.

 

رضوان سعید ویلي، که د امریکا ولسمشر د نړۍ لپاره د سولې ژمنه لري او غواړي د یوه سوله غوښتونکي مشر په توګه میراث پرېږدي، نو د کشمیر مساله تر ټولو مهمه او خطرناکه موضوع ده، چې د مداخلې غوښتنه یې کړې ده.

 

د پاکستان سفیر داسې مهال له ټرمپ کشمیر په مساله کې د مداخلې غوښتنه کوي، چې تازه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو شهباز شریف سره خبرو کې ویلي چې هند سره له کړکېچ کمولو سربېره، د پهلګام پېښه وغندي او څېړنو کې مرسته وکړي.

 

پاکستان ټینګار کوي، چې د پهلګام پېښه کې لاس نه لري او د هند له خوا پرې یوازې تورونه لګېدلي، چې د بې طرفه څېړنې غوښتنه یې هم کړې ده.

 

که څه هم د پاکستان کابینې وزیرانو په وار وار د هند له لوري د پوځي یرغل خبرداري ورکړي دي، خو تراوسه د دواړو هېوادونو له لوري کوم نظامي اقدام نه دی شوی.

 

د راپورونو له مخې پاکستاني پوځ نن پنجشنبه د هند پولې ته څېرمه د لوړې کچې نظامي تمرینات هم ترسره کړي دي.

 

د پهلګام پېښې وروسته چې ۲۶ هندي سیلانیان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان اړیکې د نظامي یرغل تر بریده رسېدلې دي او دواړه هېوادونه ګواښ کوي، چې که هر یو پوځي اقدام کې وار مخکې کړي، سخت ځواب به ورکړي.

# #India #Pakistan #US

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه