یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيسردار محمد داود او هاشم میوندوال ، یو شهید او قهرمان، بل...

سردار محمد داود او هاشم میوندوال ، یو شهید او قهرمان، بل یې د تاریخ له حافظې څخه هیر

لیکنه: غلام حضرت احساس 

 

په افغانستان کې د سیاسي قدرت تند بادونه تل د انساني سرنوشتونو پر وړاندې بې‌رحمانه چلند کړی دی. د هیواد په تاریخ کې داسې شخصیتونه هم تیر شوي کوم چې خپل ولس لپاره یې هڅې کړې دي ، دوی خو یا د قدرت د سیالیو قرباني شوي او یا هم د سیاسي تاریخ له حافظې څخه عمداً هېر شوي دي.

د افغانستان د شاهي دورې دوه سیاسي شخصیتونه سردار محمد داود او هاشم میوندوال وو . داودخان هغه څوک و چې د واک پر څوکې د رسیدو لپاره یې شاهي نظام نسکور کړ، خو وروسته د استبداد تر سیوري لاندې یې د واک دوام ته لومړیتوب ورکړ . او بل هغه شخصیت چې د ولسواکۍ، عدالت او د بیان آزادۍ غږ یې پورته کړ، خو خپل ژوند یې د همدې غږ په قیمت له لاسه ورکړ.

 

سردار محمد داود چې د شاهي کورنۍ غړی و، د خپل ورور شاه محمد ظاهرخان له خوا د ۱۹۵۳م کال نه تر ۱۹۶۳م کال پورې د افغانستان صدراعظم و. داود خان یو کرکجن او استبدادي سیاستوال و هغه د شاهي نظام له منځه وړلو لپاره د یوې سپینې کودتا له لارې په ۱۹۷۳م کال کې واک تر لاسه او جمهوریت یې اعلان کړ. دا جمهوریت له لومړیو ورځو سره د دموکراسۍ او اصلاحاتو شعارونه ورکړل، خو ډېر ژر یې بڼه بدله کړه، او داود خان پر سیاسي مخالفینو بریدونه پیل کړل. اسلامي، چپي او حتی معتدلو سیاسي حلقو ته یې د فعالیت اجازه ورنکړه. داود خان د بیان آزادۍ تر عنوان لاندې ژمنې ورکړې وې، خو چاپي مطبوعات یې محدود، ګوندونه یې منع، او د خپلو مخالفینو پر ضد یې پراخې نیونې، شکنجې او آن اعدامونه پیل وکړل.

 

د داود خان د واکمنۍ له سترو قربانیانو څخه یو هم صدراعظم هاشم میوندوال و. میوندوال یو تعلیم‌یافته، معتدل، او ټولنیز عدالت ته ژمن سیاستوال و چې د ظاهر شاه د سلطنت پر مهال یې د صدارت چوکۍ ته لاره وموندله. د هغه سیاست د ملت د سوکالۍ، د خلکو د مشارکت، او د ملي یووالي پر بنسټ ولاړ و. میوندوال هڅه کوله چې د اداري فساد مخه ونیسي، حکومت ته شفافیت راولي، او د اصلاحاتو دروازه پرانیزي. خو هغه د داود خان د واک د تثبیت قرباني شو. په ۱۹۷۳م کال کې هغه د داود لخوا زنداني ، تر ډیرو ظالمانه شکنجو وروسته ووژل شو چې دا د داود لخوا یو ستر بشري جنایت ګڼل کیږي . د میوندوال وژنه رسماً مرګ ته “ځان وژنه” وویل شوه، خو د هغه جسد، شکنجه شوې حالت، او د کورنۍ چغې دا ښيي چې دا یو پلان شوی قتل و. میوندوال نه یواځې ووژل شو، بلکې د تاریخ له حافظې هم وایستل شو؛ نه یاد شو، نه وستایل شو، او نه هم عدالت ورته تأمین شو.

 

دواړه شخصیتونه د یوې دورې محصول وو، خو د دوی چلند، هدف، او میراث سره کاملا متفاوت وو. داود خان که څه هم جمهوریت اعلان کړ، خو عمل کې یې د استبداد بنسټ کېښود. د هغه له امله نه یوازې د هېواد سیاسي فضا خفه شوه، بلکې همدغه حالت د “ثور انقلاب” ته لاره هواره کړه . داود خان بالاخره د ۱۹۷۸م کال د ثور انقلاب بریالیتوب وروسته د خپل جهالت او نه تسلیمۍ له وجهې کورنۍ سره ووژل شو چې د کورنۍ وژل کیدل د موثقو منابعو لخوا داسې ویل شوي چې د ده په امر د زوی لخوا وژل شوې دي . داود خان د سپینې کودتاه کولو او ټولو مظالمو سره سره بیا هم نن ورځ د یو قهرمان او شهید په نوم یادېږي. دا د سیاسي حافظې یو عجیب تناقض دی، ځکه هغه څوک چې د بیان ازادۍ، عدالت او بشري حقونو د ځپلو سمبول و، د ولسواکۍ اتل معرفي کېږي.

 

بل لور ته بیا هاشم میوندوال چې نه یوازې د ولس د حقوقو غږ و، بلکې عملي برنامې یې هم لرلې اما د تاریخ له حافظې محوه شو. د هغه هیڅ یادګار نشته، هیڅ رسمي اعتراف نشته، او حتی د هغه قبر هم د ډېرو لپاره ناڅرګند پاتې دی. دا د افغانستان د سیاسي تاریخ یو ستر ظلم دی، چې اتلان یې وژل کېږي، او ظالمان یې ستایل کېږي.

 

له همدې امله دا مهمه ده چې د تاریخي حافظې د سمون لپاره، زموږ نوی نسل دا وپیژني چې چا د ملت لپاره ریښتینی کار کړی او چا یوازې د قدرت د بقا لپاره مبارزه کړې ده. تاریخ باید عادلانه ولیکل شي، نه د زورواکو د ارادې له مخې. که شهید نوم یو ارزښت لري، نو هاشم میوندوال د دې ارزښت او وړتیا لره او مستحق دی. دا هغه حق دی چې باید بېرته ورکړل شي، تر څو نسلونه د عدالت، حق، او انساني ارزښتونو په رڼا کې خپل تاریخ وپیژني.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه