دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍناټو اوکراین ته د ټانک ضد وسلې او هوايي دفاع توغندي برابروي

ناټو اوکراین ته د ټانک ضد وسلې او هوايي دفاع توغندي برابروي

ويب ډیسک

د ناټو سرمنشي ستوربیرګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې ناټو اوکراین ته د ټانک ضد وسلې، هوايي دفاع توغندي او نورې مرستې برابروي.

ناټو د فبرورۍ د ۲۷مې نېټې په شپه ویلي، چې د ناټو غړي هېوادونه به په دوامداره توګه له اوکراین څخه سیاسي او مادي ملاتړ پياوړی کړی او د ټانک ضد زرګونه وسلې، څو سوه هوايي دفاع توغندي او نورې وسلې او ګولۍ به وروليږي.

برسيره پر دې، د ناټو غړيو هېوادونو له اوکراین سره اقتصادي او بشردوستۍ مرستې هم کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه