خوست والي: هغوی چې د طالبانو حکومت سره دښمني کوي، تر اوسه انسانان شوي نه دي.

0
134

ويب ډیسک

 

د راپورونو له مخې د خوست والي محمد نبي عمري وايي، طالبانو د خپل مشر په امر له خلکو سره ښه چلند کړی، خو هغوی چې د دوی له حاکمیت سره دښمني کوي، لا هم «انسانان» نه دي جوړ شوي.

 

هغه مخکې ویلي وو چې د افغانستان درې رنګه بیرغ په کورونو، دوکانونو یا موټرو کې لګوي یوازې ۷ ورځې وخت لري، خو په عین حال کې یې اشاره کړې چې د طالبانو بیرغ لګول فرض نه دي.

 

د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، د تېر حکومت درې رنګه بیرغ په بهر کې د هېواد د استازولۍ پر ودانیو رپېږي او په نړیوالو ورزشي سیالیو کې هم کارول کېږي.

 

طالبانو په رسمي ډول د افغانستان د ملي بیرغ په اړه دریځ نه دی اعلان کړی، خو طالبان خپله سپین بیرغ کاروي.