دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامریکا د روسیې د ۱۲ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

امریکا د روسیې د ۱۲ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

ويب ډیسک

 

په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمې استازي‌ واسیلي‌‌ نبیزیا وویل چې امریکا د روسیې ۱۲ تنو ډیپلوماټانو ته د امریکا نه د وتو په خاطر د مارچ تر ۷ مې نیټې مهلت ټاکلی دی.

 

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي‌ هم ددې خبرې پخلی وکړ.

 

په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمي‌ استازي‌ واسیلي‌ نبیزیا ، د ملګروملتونو سازمان په عمومي‌ مرکز کې خبري‌ غونډې ته وویل چې امریکا د روسیې ۱۲ تنه ډیپلوماټانو نامطلوب اشخاصو په توګه اعلان کړي‌ او د امریکا د خاورې نه د وتو په خاطر ورته د مارچ تر ۷ نیټې مهلت ورکړی دی.

 

هغه وویل چې دا ډیپلوماټان په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې د دایمي‌ استازولۍ ډیپلوماټان دي.

 

هغه زیاته کړه چې ” دا زمونږ انتخاب ندی ، دا لړۍ مونږ نده پیل کړې خو ګمان کوم چې بې ځوابه به پاتې نشي .”

 

د بله پلوه د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي‌ بیا د روس ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې په اړه وویل ” په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې په استازولۍ کې کار کوونکي‌ دا ۱۲ تنه روس ډیپلوماټان د استخباراتو پرسونل دي ” چې ددې له امله د امریکا د خاورې نه شړل کیږي.

 

په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي‌ استازي‌ ویلي‌ دي‌ چې د امریکا دا پریکړه د ملګروملتونو سازمان او امریکا ترمنځه د کوربتوب په اړه د تړون د حکمونو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.

 

هغه د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه به د اوکراین په جګړه کې د اټومي‌ وسلې نه استفاده وکړي‌ ؟ داسې وویل ، ” پدې برخه کې زه د ولسمشر پوتین د څرګندونو تکرارول غواړم. څه چې هغه ویلي‌ هغه تاسې ته ویلی شم.

هر کله چې د اوکراین د خلع سلاح کولو په برخه کې ګام اوچت شو د هماغې شیبې نه به روسیه هم پدې برخه کې ګام اوچت کړي‌ او اټومي‌ وسلو تیارسئ به پایته ورسوي. “

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه