ويب ډیسک
د ناټو سرمنشي ستوربیرګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې ناټو اوکراین ته د ټانک ضد وسلې، هوايي دفاع توغندي او نورې مرستې برابروي.
ناټو د فبرورۍ د ۲۷مې نېټې په شپه ویلي، چې د ناټو غړي هېوادونه به په دوامداره توګه له اوکراین څخه سیاسي او مادي ملاتړ پياوړی کړی او د ټانک ضد زرګونه وسلې، څو سوه هوايي دفاع توغندي او نورې وسلې او ګولۍ به وروليږي.
برسيره پر دې، د ناټو غړيو هېوادونو له اوکراین سره اقتصادي او بشردوستۍ مرستې هم کړې دي.


