دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيواکسین د ناروغیو د مخنیوي طلایي کلید

واکسین د ناروغیو د مخنیوي طلایي کلید

 

واکسین د روغتیا په نړۍ کې یو له ترټولو مهمو پرمختګونو څخه دی. چې د واکسینونو په مرسته، ډیری مړینې او ناروغۍ کنټرول کیدی شي.او د واکسین کارول د انسانانو د روغتیا او ژوند کیفیت ته ډیرې ګټې لري.

واکسین یو بیولوژیکي توکی دی چې د بدن د ایمني سیستم ته روزنه ورکوي ترڅو د ځانګړو ناروغیو په وړاندې مقاومت وکړي. واکسینونه معمولاً د ضعیف شوي ویروس، بې ژوندې ویروس، یا د ویروس د برخو څخه جوړیږي. چې تاریخچه یې ۱۷۹۶ کال ته رسېږي، کله چې ادوارد جنر لومړنی واکسین د ویرولوژي په برخه کې وړاندې کړ. هغه د ویریولا smallpox د مخنیوي لپاره د واکسین کارول پیل کړل، چې وروسته د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لامل شو.
واکسینونه د ډیری ناروغیو لکه پولیو، خسرې، ډیفتری او کرونا د مخنیوي لپاره کارول کیږي. او د واکسینونو په مرسته، د ناروغیو له امله د مړینو کچه په پام وړ توګه کمه شوې ده.همدا راز واکسینونه د ټولنې د روغتیا په ښه والي کې مرسته کوي او د وبا د خپریدو مخه نیسي.

واکسین څو ډولونه لري لکه د کوم چې د ضعیف شوي ژوندي ویروس څخه جوړیږي، او د خسرې واکسین؛ کوم چې د بې ژوندې واکسینونه دي؛ اړ د بې ژوندې ویروس څخه جوړیږي، لکه د فلج واکسین دې ته ورته
توکسویډ واکسینونه؛ د ا د باکتریا د توکسین څخه جوړیږي، لکه د ډیفتری واکسین همدا راز ساب یونټ واکسینونه؛ چې د ویروس یا باکتریا د برخو څخه جوړیږي، لکه د هپاتیت B واکسین.

ځینې خلک د واکسینونو په اړه غلط باورونه لري، لکه دا چې واکسینونه د اوتیزم یا نورو ناروغیو لامل ګرځي. دا باورونه علمي تایید نه لري او د روغتیا په برخه کې زیان رسونکي دي. باید د واکسینو په برخه کې عامه پوهاوی رامنځ ته شي ترڅو خلک یې په ګټه وپوهیږي او دناروغیو مخنیوی وشي او د دینې عالمانو لخوا خلکو ته په جماعتونو کې د واکسین ګټې تشریح شي.

په پایله کې واکسینونه د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لپاره یو اساسي وسيله دي. د واکسین کارول نه یوازې د فردي روغتیا لپاره، بلکې د ټولنې د روغتیا لپاره هم ډیر مهم دی. د واکسینونو په اړه د پوهې پراخول او د غلط باورونو د رد کولو له لارې، موږ کولی شو د روغ ژوند لپاره خپلې ټولنې ته مرسته وکړو.
کتواز مهالنۍ

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه