دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران د افغانانو اعدام ته دوام ورکړي،یو میاشت کې يي لس افغانان...

ایران د افغانانو اعدام ته دوام ورکړي،یو میاشت کې يي لس افغانان يي اعدام کړي

ويب ډيسک

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل ، ” د هغوو شمیرو له مخې چې موږ یې لرو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې د قتل او څلور یې د مخدره مواد قاچاق په تور اعدام شوي دي “.

 

د مقدم په خبره، ایران په ۲۰۲۴ کال کې په بیلابیلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي دي.

 

د طالبانو د سترې محکمې یوه پلاوي په تیرې جدي میاشت کې تهران ته د یو سفر په ترڅ کې له ایرانه غوښتي وو چې د افغان بندیانو لیست، په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي له دوی سره شریک کړي.

 

بل پلو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په عقرب میاشت کې ویلي و “د پام وړ” شمیر افغانان په ایران کې زندانیان دي.

 

ایراني چارواکو هم تایید کړې چې د بیلابیلو جرمونو له کبله په ایران کې ډیر شمیر افغانان بندیان دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه