دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام آباد کې د افغان کډوالو شورا غړي وايي، نن جمعه د...

اسلام آباد کې د افغان کډوالو شورا غړي وايي، نن جمعه د پاکستاني پولیسو له خوا یو شمېر افغان کډوال نیول شوي دي

ويب ډيسک

 

د دغې شورا غړي وايي، په نیول شویو افغان کډوالو کې لسګونه ښځې او ماشومان شامل دي، چې د یو شمېر ماشومانو رواني حالت د وېرې له امله خراب شوی دی.

 

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او هېواد ته د جبري ستنولو بهیر د جنوري میاشتې له پیل راهیسې روان دی.

 

له دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د حقونو خوندیتوب ګڼو سازمانونو د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو نیول غندلي او د پاکستان له حکومت یې غوښتي ترڅو د افغان کډوالو پر وړاندې سختې تګلارې لغوه کړي.

 

د افغانستان سفارت د تازه نیول شویو افغانانو د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

 

پاکستان ادعا کوي، چې ناقانونه او هغه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې لېږلي، چې د عمران خان په پلوۍ یې د تېر کال اکټوبر میاشتې په لاریونونو کې ګډون کړی.

 

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي وو، په نیول شویو کې هغه کډوال هم شته چې قانوني اسناد لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه