لیکوال: مقتصد ستړی
نن ورځ ښوونه او روزنه د پخوا په پرتله خورا مهمه بلل کېږي، هر څوک هرچیرته له تاسو د زده کړو او مهارتونو په اړه پوښتنه کوي؛ راځئ نن له ځانه وپوښتئ چې ولې زده کړه مهمه ده؟
ښوونه او روزنه په ورځني ژوند کې د پلي کیدو په موخه د مختلفو موضوعاتو په اړه پوهه ترلاسه کول بلل شي، زده کړه یوازې د کتابونو په پاڼو او د ښوونځیو تر انګړ پورې محدوده نه ده، بلکې د کتاب او ټولګي څخه دباندې د عملي تجربو له لارې هم ترلاسه کیدی شي.
د زده کړو په اړه ډیری تعریفونه موجود دي، مګر یو شی چې په نړیواله کچه ورباندې توافق کیدلی شي، هغه د زده کړې اهمیت دی.
لکه څرنګه چې د ښو زده کړو او لوړې درجې په درلودلو سره تاسو د فرصتونو په لاس ته راوړلو خپل مسلکي چانسونه ډیروئ، ددې سربيره ښوونه او روزنه په ژوند کې د ثبات او مالي امنيت زمینه هم مساعدوي، په ځانګړې توګه باید ووایم چې په نننۍ ټولنه کې ښه زده کړه د لوړو معاشونو او بهترینې دندې لامل کیږي چې ستاسو د لا ډېرې پوهې او مهارتونو سبب ګرځي.
د دې لپاره چې دیوې ټولنې د وګړو ترمنځ ټولنیز عدالت رامنځ ته شي، تعلیم یې بنسټ دی؛ که چیري په یوه ټولنه کې هر چا ته د زده کړې مساوي حقوق او فرصتونه برابر شي ، نو د ټولنیزو طبقو ترمنځ به موجوده واټن را کم شي او هرڅوک به وکولای شي چې د خپل مسلک او پوهې پر بنسټ د مهارتونو په پلي کولو سره په ژوند کې د ثبات او نېکمرغۍ ترڅنګ په ټولنه کې هر اړخیز مساوي فرصتونو ته لاس رسی ولري، په ټوله کې زده کړي هغه څه دي چې موږ ته اجازه راکوي پرځان تکیه ووسو، چې نه یوازې له مالي پلوه خپلواک اوسېدلی شي، بلکه د انتخاب حق هم له ځانه سره لرئ.
مانا دا چې ښوونه او روزنه د انسان لپاره تر ټولو پیاوړې وسیله ده چې له تاسو سره په ژوند کې د نیکمرغۍ او ثبات په موخه هر اړخیزه مرسته کوي، یانې ښوونه او روزنه هغه څه دي چې نه یوازې په شخصي توګه، بلکې په نړیواله کچه هم اړینه وسیله بلل شي، ځکه چې دا هغه څه دي چې زموږ نړۍ خوندي کوي، ښوونه او روزنه خلکو ته د سم او غلط تر مینځ د توپیر په ښکاره کولو سربېره کولای شي له موږ سره مرسته وکړي چې له هر ډول حالاتو سره دوامداره مبارزې ته چمتو او باخبر ووسو.
لکه څرنګه چې یوه تعلیم یافته ټولنه د اقتصادي ودې لپاره اړینه بلل شي، اړتیا لیدل کېږي چې خلک په دوامداره توګه زده کړې او څیړنې ترسره کړي، څو د نوښتونو په ترلاسه کولو لا ډېرې اسانتیاوي رامنځ ته کړي.
همدارنګه نن ورځ په نړۍ کې هغه هیوادونه چې د سواد کچه یې لوړه ده، په ښه اقتصادي وضعیت کې قرار لري، په ځانګړې توګه د یو ملت د ودې او پرمختګ لپاره تعلیم یافته نفوس خورا اړین دی، ځکه چې د ښوونې او روزنې په ترلاسه کولو سره وګړي، د یو هیواد لپاره د غوره اتباع په توګه کولای شي، چې د حق او باطل ترمنځ، د یوې غوره ټولنې لپاره، د قوانینو تعقیب او د رایې ورکولو ارزښت وپېژني، څو د خپل هیواد د ملي حاکمیت او بشپړي خپلواکۍ په موخه، هر اړخیزې هڅې او کار ترسره کړي.


