دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاروپایي اتحادیه د روسیې پر وړاندې بندیزونه سختوي

اروپایي اتحادیه د روسیې پر وړاندې بندیزونه سختوي

ویب ډیسک

اروپایي اتحادیه به د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د سختولو پر څرنګوالي بحث وکړي. دغه پریکړه په داسې حال کې کیږي چې روسیه له اټومي بټۍ څخه د اوکراین پر بمبارولو تورنه شوې ده.
پر روسیې تور لګول شوی دی چې د ټول براعظم په کچه له سترې اټومي بټۍ څخه یې، د وسلو د زیرمه کولو او د اوکراین پر سویلي سیمو د توغندیو توغولو له پاره استفاده کړې ده.
د اوکراین د اټومي آژانس مشر پترو کوتین ویلي چې د «ژاپوریژیا» تصرف شوې اټومي بټۍ کې وضعیت ډیر خراب دی. د هغه په باور روسانو توغندي توغونکې دستګاوې نصیب کړي دي او له دغو وسلو څخه د دنیپرو سیمې په نښه کولو له پاره استفاده کوي. په همدې منځ کې د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ویلي دي چې روسیه باید د خپل دې تیري له پاره لویه بیه پرې کړي. تمه کیږي چې نورې ډیرې روسي څیرې هم د اروپا په تور لیست کې شامل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه