دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان کې د هیضې ناروغۍ لکبله لس کسانو ژوند ترلاسه ورکړي

بلوچستان کې د هیضې ناروغۍ لکبله لس کسانو ژوند ترلاسه ورکړي

راپور : محب الله 

د بلوچستان په ژوب او خضدار ضلعو کې سیلاب ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغۍ له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي.

د راپور له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) چارواکو د خطر زنګ وواهه او ویې ویل چې د بلوچستان په ۱۶ ولسوالیو کې د شدید اسهال ناروغي شتون لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او په تېرو لسو ورځو کې په ژوب ولسوالۍ کې ۷ تنه مړه شوي دي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د خضدار ولسوالۍ په روغتون کې د کولرا د ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، چې له نږدې کلیو خلک ورته راځي.

د ډاکټرانو په وینا، په تېرو څو ورځو کې تر سلو ډېر ناروغان روغتون ته داخل شوي دي.

د ژوب ضلعي هسپتال ميډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر نورالحق وينا ده چي په ژوب کي هم حالات ډير مختلف نه دي چرته چي د کولرا اووه مريضان مړه شوي دي۔

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه