ويب ډیسک
باختر خبري آژانس چې د طالبانو د ادارې په چوکاټ کې فعالیت کوي خبر ورکړی چې د ترکیې هیواد له لوري د ۱۵۰۰ ټنه مرستندویو توکو یوه محموله افغانستان ته رسیدلې ده.
د راپور له مخې په توکو کې خوراکي مواد، جامې او دارو درمل شامل دي.
د ترکیې د بشري مرستو دغه محموله په هرات ولایت کې د ترکیې د جنرال قونسل له لوري د افغاني سرې میاشتې ادارې ته وسپارل شوه. په افغانستان کې د بشري ناورین په هکله تر خبرداریو وروسته، ترکیې له دې وړاندې هم له افغانستان سره بشري مرستې کړې وې.
په افغانستان کې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی وو او له نړۍ څخه یې د افغانستان له پاره د مرستو غوښتنه کړې وه. د شمیرو له مخې، اوسمهال د افغانستان له نیمايي نفوس څخه ډیر، د غذايي موادو له کمښت سره مخامخ دي.


