ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲۵۰۵ افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړ.
یاد وزارت نن یکشنبه ویلي چې دغه افغان کډوال د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۳ مې څخه بیا تر ۲۵ مې نېټې له ایران او پاکستان څخه په زوره او خپله خوښه هیواد ته راغلي دي.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي چې له دغه کډوالو څخه ۲۳۷۰ تنه یې له ایران او ۱۳۵ نور له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو په اساس افغانستان ته د ستنوو شوو کډوالو زیاته برخه یې په زوره د ایران او پاکستان له خاورې څخه ایستل شوي دي.


