دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراين سفر کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراين سفر کوي.

ویب ډیسک

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لايډ اسټن به د اپرېل پر ۲۴مه، د اوکراين سفر کوي.
دا خبره د اوکراين ولسمشر وولوديمير زيلېنسکي د اپرېل پر ۲۳مه، د پلازمېنې کيیف په يوه مېټرو سټېشن کې د خبرې غونډې پر مهال وکړه.

امريکا په دې اړه لا هم څه نه دي ويلي.

د اوکراین ولسمشر زيلېنسکي زیاته کړه چې له امریکايي چارواکو سره د هغو وسلو او مهماتو پر څرنګوالي خبرې وکړي، چې اوکراین د روسیې د بې دلیله جګړې په وړاندې ورته اړتیا لري.

که داسې وشو نو دا به پر اوکراین د روسي يرغل وروسته پر دومره لوړه کچه د امريکايی چارواکيو د جګړه ځپلې اوکراین لومړی سفر وي. تر دې وړاندې اروپايي مشرانو د کيیف سفرونه کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه