ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش په دې وروستيو ورځو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې ښايي د اوکراين بحران د نړۍ يو ميليارډ او ۷۰۰ ميليونه نفوس له بيوزلۍ او لوږې سره مخ کړي، چې دغه رقم د نړۍ د نفوس له يو پر پنځمې برخې هم زيات دی.
نوموړي د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د چک خبري رسنيو ته ويلي، چې د اوکراين بحران پر پرمختيايي هېوادونو داسې بد سيوری غوړلی، چې په تېرو لسګونو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.
ګوټريش زیاته کړې، چې د روسيې او اوکراين د اوربشو او غنمو توليدي اندازه د نړۍ په عمومي اندازې کې ۳۰ سلنه او د جوارو توليدي اندازه يې بيا يو په پنځمه برخه نيسي.


