یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتین: د روسيې پر اقتصاد د لوېديځو هېوادونو لګيدلو بندیزونو کار ور...

پوتین: د روسيې پر اقتصاد د لوېديځو هېوادونو لګيدلو بندیزونو کار ور نه کړ

ويب ډیسک

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اپریل په ۱۸مه نېټه ویلي، چې د روسیې اقتصاد له بې ساري فشارونو څخه وتلی او د لوېديځو هېوادونو بندیزونه يې په شا تنبولي دي.

نوموړي زياته کړې، چې د روسیې اقتصادي حالت مخ په ارامېدو دی، د روبل تبادلوي ارزښت يې د روان کال د فبرورۍ د لومړۍ نيمايي سویې ته بېرته ستون شوی، د پرچون خرڅلاو اړتیا پکې عادي روانه ده او د انفلاسیون يا د پيسو پړسوب یې هم ګام په ګام په ثابتېدو دی.

پوتين په اشارې ویلي، چې بندیزګرو نه يوازې روسیې ته، بلکې خپلو هيوادونو ته هم زیانونه رسولي، د امریکا او اروپايي هېوادونو اقتصادي شمېرې خرابې شوي او د انفلاسیون او وزګارتيا اندازې پکې لوړې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه