ليک: زاهد الله زاهد
په ١٧م اپریل کال ١٩٧٨ﺀ مترقي افغان مير اکبر خيبر د ناپېژاندو لخوا ترور او په شهادت ورسول شو، د ده شهادت لس ورځې وروسته د افغان ثور انقلاب پيلامه وګرځېدل.
مير اکبر خيبر څوک و او چا ووژل؟ راځئ تاريخي واقعیتونه وپلټو.
” مير اکبر خيبر ژوند ته لنډه کتنه ”
مير اکبر خيبر د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د پرچم ډلې غړی او يو پوځي افسر وو چې د ثور انقلاب څخه لس ورځې د مخه په ۱۷م، د اپریل، ۱۹۷۸ﺀ کال کې ووژل شو. مير اکبر خيبر د خپل ژوند په اوږدو کې د پرچم ورځپاڼې چلوونکي وو او د دې تر څنګ يې د افغانستان په ملي پوځ کې د پرچميانو د ګومارلو دنده هم درلوده.
میر اکبر خیبر د میرافضل خيبر زوی په ۱۹۳۲ﺀ کال کې د لوګر ولايت د پل علم په ښار کې په یوه کروندګره کورنۍ کې زیږېدلی د يو عام بزګر زوى وو چې ليک لوست يې کولى شو. هغه لومړۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې او په ۱۴لس کلنۍ کې له ازموینې وروسته په رشيديه عسکري لېسه کې شامل او د هغې له بشپړتوب وروسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو. هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه فارغ شو.
د فراغت وروسته په عملي سياسي ډګر کې قدم ږدي ځکه ملګرى خيبر د زدکړې په وخت د انقلابي اندونو سره آشنا سوى وي نو د شاهي نظام په پر وړاندې د لاريون له کبله بندېږي. خیبر په زندان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، انګریزي او اردو ژبې زده کوي او په زندان کې له نورو سیاسي بندیانو سره اشنا کېږي.
کله چې له زندان څخه خلاسېږي، نوموړی بېرته کابل ته ستنېږي او د وخت د حکومت له خوا چې لومړئ وزیر يې سردار محمد داود خان وو ، د پولیسو په اکاډمۍ کې د دويم بریدمن په رتبه د تدریسي مدیر په توګه ګماري. کله چې د هېواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې د مارکسيستي انقلابي آندونو څرک ولګېدل او یو شمېر زده کونکي د سردار داود خان له خوا بندي کړی شول، خیبر هم په ۱۳۴۳ لمريز کال د وخت د کورنیو چارو وزارت له خوا وغوښتل شو او له کابل څخه يې پکتيا ته ولېږدول او په پولیسو کې يې د یوه چارواکي په توګه وګمارل خو بېرته د کابل ته ورتګ اجازه نه ورکول کېده.
مير اکبر خيبر چې د انقلابيانو او خلقيانو استاد بلل کېده، نوموړى انقلابي استاد چې د ناپېژاندو لخوا ووژل شو نو خلق ګوند دا ترور په داود خان شاهي حکومت تاوان کړ، همدغه ترور د افغانستان د ثور انقلاب پيلامه شوه. استاد خيبر چا شهيد کړ؟ راځئ، د افغانستان بهرني او دننني دسيسو او واقعیتونه ته ځير سو.
آيا، د خيبر په مړینه کې بهرني استخباراتو لاس درلود؟
لومړی، د افغان ثور انقلاب په هکله د سويت يونين څارګري ادارې منشي الګسانډر مازوروف وينا ده چي موږ اوونۍ وروسته خبر سو چې افغانستان کښې يو پرتمين انقلاب سوی او بله دا چې حفيظ الله آمين د خلق ګوند په کړنلاره کې دغه ټکى شتون درلود چي سويت يونين به د هر ډول انقلابي تګلارو او کړنلارو څخه ناخبره ساتو.
د دې څخه څرګندېږي چې د شوروي لاسوهنه د انقلاب رامنځته کېدو وروسته پيل سوې نو موږ ويلی شو چې په ځانګړي ډول د امير خيبر په مړينه کي د کې جې پي لاس نه وو.
دوم، د ثور انقلاب يو کال وروسته کله چې لا سويت يونين په افغانستان يرغل نه و کړی نو د امريکې څارګري ادارې CIA ٬ د هغوی اتحاديان عرب او د پاکستان څارګري ادارې ISI په ملګرتيا د امريکي صدر جيمي کارټر په مشري کې لوی عمليات سايکلون اپريشن لاسليک کړ او د انقلابي دولت په ړنګېدو يې پيل له پاکستان څخه وکړ.
نو د دې څخه هم څرګندېږي چې د امريکې او د امريکي اتحاديه باقاعده لاسوهنه د انقلاب څخه کال وروسته پيل سوه نو موږ ليدلی شو چي د مير اکبر خيبر په مړينه کې په ځانګړي ډول د بهرنيو لاسوهنې شهادتونه نه موندل کېږي نو ځکه د دې پړه د افغانستان په شاهي کورنۍ ولوېده.
خو د سردار داود خان په حکومت د استاد خيبر شهادت پړه ولې ولوېده؟
خپلمنځي دسيسه او واقعیتونه!
کله چې د خلق او پرچم د مير اکبر خيبر د هلو ځلو په نتیجه د خلق ډموکراتیک ګوند په نوم سره يو شول او نور محمد تره کى د ګوند عمومي منشي وټاکل شو، خو د دې سربېره ببرک کارمل د پرچم فراکسيون جلا ساتل او غونډې کولې خو مير اکبر خيبر د دې سره سخت اختلاف وښودل.
“د سليمان لايق په وينا په همغو ورځو کې ببرک کارمل خيبر ته د نور احمد نور چې کورنيو چارو وزير و، پذريعه ګواښ ورکړى و چې د خپل انحلال غوښتنې څخه تېر شي.”
څه وخت وروسته ببرک کارمل د خيبر څخه پرته نور احمد نور خپل کور ته وبلل او توصيه يې ورکړه چې ګوند يووالي سره سره بايد خپل منځ کې هم تماس ولرو.
عبدالقدوس غوربندي، ډاکټر نجیب او سرور يورش مير اکبر خيبر په دې خبر کړ او خيبر په ليکلي بڼه دا راپور ځينې واخيست تر څو سبا سهار د ګوند عمومي منشي نور محمد تره کى ورباندې خبر کړي، خو ماښام عبدالقدوس غوربندي او مير اکبر خيبر په چکر وتلي و کله چې دوى سره جلا سو نو د يوه روان جيب څخه نور احمد نور چې د سردار داود خان د کورنیو چارو وزیر او امتیاز حسن چې د ببرک کارمل شخصي ساتونکى و، په خيبر ګولۍ وورولې او په شهادت يې ورسول.
د خيبر د ترور په سبا د ګوند په زرګونه غړي د هېواد د ښارونو نه کابل ته ورسېدل. د خيبر جنازه د اټکل شلو زرو کسانو په ګډون د زاړه مکرویان نه د پل خشتي جومات له لارې د شهدای صالحین هديرې ته يووړل شوه او په لاره کې د امریکې سفارت مخې ته د امپریالیزم پر ضد شعارونه واورېدل شول. په هدیره کې څو ګوندي مشرانو سختې ويناوې وکړې او د خيبر د مړينې پړه يې په حکومت واچوله.
د کورنيو چارو وزیر نوراحمد نور د راپور له مخې ډاکټر کریم چې په کریم کپ مشهور و او د هغه اوه تنه ملګري يې په همدغه تور ونيول او بې له محکمې نه زندۍ شول. کریم کپ په کابل کې د اسلامي ګوند د عملياتي ډلې مشر و. او سردار داود خان چې د خپلو مشاورینو خبره يې نه منله د ويناوالو او ګوندي مشرانو د نيولو حکم ورکړ. نور محمد تره کى، ببرک کارمل، سليمان لايق او نور ډېر مشران ونيول شول او د حفيظ الله امین پسې د نيولو لپاره حکومت ډلې ورغلي وې خو تر څو چې حفيظ الله امین نيول کېږي نو د خلق ګوند مخې ته دوې لارې وي، مرګ يا انقلاب، حفیظ الله امین د انقلاب لار خوښوي او پوځ کې دننه د شاهي نظام په وړاندې د بغاوت خبر لېږي، په دې ډول سهار بغاوت پيل کېږي او ماښام شاهي کورنۍ له منځه ځي او ثور انقلاب بريالى کېږي.


