ويب ډیسک
نړیوال بانک تقریبا درې اونۍ مخکې د نجونو پر تعلیم له بندیز وروسته د شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې ځنډولې وې خو دوو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دا بانک به یوځل بیا په افغانستان کې د کرنې، روغتیا او کورني معیشت په برخو کې کار پیل کړي.
نړیوال بانک له تعلیم پرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت په دریو نورو برخو کې د کار د پیل پرېکړه د افغانستان د اقتصادي بحران ژورېدو او د خوړو او انرژۍ د موادو د بیو لوړېدو ته پام سره کړې ده چې علت یې په اوکراین کې د روسیې جګړه ده.
تمه ده چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق اوه لوی تمویلوونکي هېوادونه د جمعې په ورځ د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF د پسرلنۍ غونډې پرمهال د افغانستان د اقتصادي او غذایي امنیت پر ستونزه بحث وکړي.


