ويب ډیسک
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په دې لټه کې دې، چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.
ساکي وایي دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې هر ډول همکاري کوي خو په سیاسي برخه کې به یې محدودیتونه پر خپل ځای وي. د ساکي په خبره د بندیزونو او محدودیتونو په تړاو د امریکا دریځ تر دې دمه پر خپل ځای دی.


