دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقريشي :په اوسني وخت کې د افغانستان يوازې پريښودل به يوه تاريخي...

قريشي :په اوسني وخت کې د افغانستان يوازې پريښودل به يوه تاريخي تيروتنه وي

ويب ډیسک

د پاکستان خارجه وزارت وايي چې د افغانستان له پاره د اسلامي همکاريو سازمان (OIC) د یو فوق العاده کنفرانس کوربه توب کوي. اسلام آباد د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ ) وویل چې دغه کنفرانس په بحران کې د افغانستان د لا ډير لويدو د مخنيوي له پاره جوړوي.

د رويټرز په حواله، دغه کنفرانس به د دسمبر په ۱۹مه نيټه په اسلام کې جوړیږي چې په هغه کې به د اسلامي هیوادونو خارجه وزیران ګډون کوي.

دغه راز د اروپايي اتحاديې، امريکا متحده ایالاتو، بریتانيا، روسيې، فرانسې او چين استازې هم وربلل کيږي.

 

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې یوه خبري کنفرانس کې وويل: «په اوسني وخت کې د افغانستان يوازې پريښودل به يوه تاريخي تيروتنه وي.» قريشي خبرداری ورکړ چې په حاضر وخت کې د افغانستان نيمايي وکړۍ د لوږئ له خطر سره مخ دي چې دا کیدای شي په راتلونکې کې د لا ډير هرج و مرج سبب واقع شي.

 

پاکستان په وروستیو کې د هندوستان ۵۰ زره ټنه کمکي غنمو ته اجازه ورکړه چې له خپلې خاورې يې افغانستان ته انتقال کړي، خو مرستندويه سازمانونه خبرداری ورکوي چې افغانستان اوس وخت لا ډيرو عاجلو مرستو اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه