دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملي مقاومت جبهې په کابل کې د نننۍ چاودنې پړه ومنله

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د نننۍ چاودنې پړه ومنله

ويب ډیسک

 

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي چې د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت پر والي برید دوی کړی دی.

 

د دې ډلې ویاند شمس الدین حامد آزادۍ راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل: (د ملي مقاومت ځواکونو نن د پنجشېر والي مولوي عبدالعلي چې په قدرت الله مشهور دی، په تایمني کې هدف وګرځاوه، خو له بده مرغه هغه روغ ترې ووت. د ملي مقاومت ښکاریان به د افغانستان د خلکو دښمنان په هرځای کې چې پرې پېښ شي، په نښه کړي.)

 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د داسې یوه برید پړه په غاړه اخلي.

 

د پنجشېر د استخباراتو مسوول مولوي میرآغا له دې مخکې تایید کړې وه چې د پنجشېر والي مولوي قدرت الله نن له غرمې مخکې د کابل په تایمني سیمه کې له یوې حملې څخه روغ ووت.

 

میرآغا وویل چې د مولوي قدرت الله د موټرو کاروان د تایمني په پنځم سړک کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې په نښه شو خو ده او محافظانو ته یې زیان نه دی اوښتی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه