ليک: سالمين خپلواک
په افغاني نوم مشهوره کاکا مراد چې خپل اصل جاپاني نوم يې ټيټسو ناکامورا وو د پيس جاپان مېډيکل سروس مشر و.
په پېښور کې يې چې د افغان روغتیا او اوسني حالت وليد نو پوه شو چې موږ که هر څومره د رنځورانو درملنه وکړو چې تر څو مو پر بنسټیز چوکاټ کار نه وي کړی او د رنځ بېخ مو نه وي خلاص کړی او اوسني حالت د افغانانو نه شي ښه کېدلای.
ځکه ناکامورا اصل تشخص څه دا رنګه وکړ چې ۱، په افغانستان کې د خوراک کاختي ده او ۲، چې څه ده هغه بيا خلک سم صفا کوي نه. چې د دواړو درملنه په اوبو کېږي.
خوراک ځکه نه شته چې دلته په مجموعي توګه ټولنه زرعي وخت داخله شوې نه ده.
د غذا کاختي ده وه چې خوراک شته هغه بيا د اوبو د نه شتون والي له کبله تر پخلي له مخه پاکېږي نه. ځکه رنځوران زياتې دي.
د ليکوالانو په وینا افغانستان کې اوبه شته خو د اوبو کنټرول دلته نه شته او اوبه په ګټه نه دي راوستل شوي.
دې د پاره ناکامورا کار پېل کړ او له کونړ درياب څخه يې د جلال اباد تر ګمبري پورې د اوبه ۲۵ کلو ميټره اوږد خوړ راوستی چې د شپږ لکه انسانانو د روزګار سبب و ګرځېد.
د خوراک نشتوالی په دې هم وو چې اوبه نه وې نو روزګار نه وو ځکه سياسي وضعيت خراب و. چې خلک د کشت و کروندې وخت ته د ننه شي نو له هغې سره انسانان سوله غواړي ولې چې په امن کې يې کاروبار وي او څوکالي وي. ځکه انتهاپسندي په کې نه وي.
د خوراک نشتوالی له اقتصاد سره هم تړلی ده چې مځکې آبادی وي نو هر سړی به په روزګار وي. سړي سر پيداوار به زياتې شي او خوشاله ژوند به پیل شي. سوکالي به خپله راشي.
په داسې حالاتو کې ناکامورا د اوبو خوړ راولي، يو وچه سهارا په يو ځنګل بدلوي، خلک کشت و کروندې وخت ته د ننه کوي.
د اوبو له زیاتوالي سره د خوراک پاکول پیل کېږي. خوراک زیات شي او سفاهم شي.
روغتیا پخپله برابر شي ولې چې د امن او شعور ضامن يې اوبه و ګرځي. خو د امن دښمنانو ناکامورا په ۴ دسمبر ۲۰۱۹ کې په شهادت ورسوو. د ناکامورا پر لاره تګ زموږ وطن سيال کولای شي.
د خوشال بابا دا شعر کاکا مراد ته ډالۍ
د زمــريو مېړنتوب پـــــه لښکر نــــه وي
مټ يې هر کله يوازې په خپل ځان شي


