ويب ډیسک
د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي ، چې دوی لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسي مشرانو سره خبرې کوي او غواړي د دوی اندېښنې پرځای کړي.
نوموړي همدا راز ويلي، که د سیمې هېوادونه همکاري وکړي نو له افغانستان به هېچا ته هم ګواښ جوړ نه شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر پر فعالولو او امنیت د دوی خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.


