ويب ډیسک
حکومتي سرچینو دا خبر تایید کړی دی چې تېر ماخستن طالبانو د دواب ولسوالي نیولې خو د ولسوالۍ ټول پرسونل د قومي مشرانو په واسطه روغ ویستل شوی دی.
د یوې بلې ولسوالۍ منډول پرسونل هم له ډېرو کلونو راهیسې د دواب په ولسوالۍ کې پروت و او له دغه ځایه به یې چارې تنظیمولې.
د دواب ولسوالۍ چارواکي وایي حکومت ورته په وخت اکمالات ونه کړل، ځکه نو دغه حالت رامنځ ته شو.
دواب او منډول د غربي نورستان ولسوالۍ دي چې د لغمان د الینګار په مسیر پرتې دي.


