ویب ډیسک
چارواکي وایي د نورستان دواب ولسوالۍ کې یې د طالبانو ډله ییز برید په شا تنبولی او د نورګرام لپاره د طالبانود ولسوال په ګډون ځینې طالبان وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبد القیوم نن سې شنبه مۍ ۲۵ (غبرګولې څلورمه) وویل چې برید تېره شپه یوه بجه پیل شوی او درې ساعته یې دوام کړی دی.
نوموړی وایي چې په دغه برید کې حکومتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
دواب ولسوالي د لغمان ولایت د الینګار په طرف پرته ولسوالي ده.
په لغمان کې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


