د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بودیجه به متوازنه، پرمختګپاله او د ولس اړتیاوو ته نږدې وي. نوموړي دغه څرګندونې په کوټه کې د اعلی وزیر د دارالامارې په ودانۍ کې د پارلماني سلا مشورې غونډې پر مهال وکړې.
په غونډه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو پارلماني مشرانو ګډون کړی و، چې پکې مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند، بلوچستان عوامي ګوند، جماعت اسلامي او عوامي نېشنل ګوند شامل وو. د غونډې موخه د راتلونکي مالي کال لپاره د بلوچستان د اقتصادي او پرمختیايي تګلارې په اړه ګډ لید رامنځته کول وو.
د غونډې پر مهال د بېلابېلو سیمو استازو د ولسي اړتیاوو اړوند وړاندیزونه وړاندې کړل. د بحثونو مهم ټکي د پوهنې د سکټور پیاوړتیا، د روغتیايي خدمتونو ښهوالی، د پاکو اوبو برابرول او د انرژۍ او سړکونو شبکو پراخول وو.
سرفراز بګټي وویل، د صوبايي حکومت لپاره د ولسي استازو نظرونه او وړاندیزونه ارزښت لري او د خلکو په ګټه وړاندیزونه به د بودیجې برخه وګرځول شي.
هغه زیاته کړه چې حکومت د داسې واقعي او عملي بودیجې جوړولو ته ژمن دی چې د بلوچستان د روښانه راتلونکي، دوامدار پرمختګ او د خلکو د هیلو استازیتوب وکړي.
د رسمي سرچینو په وینا، د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې به د بشري پرمختګ، پوهنې، روغتیا، ټولنیزو خدمتونو او ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.


