دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۸.۹ سلنې ته لوړه شوې

په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۸.۹ سلنې ته لوړه شوې

د پاکستان د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د اقتصادي سروې له مخې، په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۲۸.۹ سلنې ته لوړه شوې ده.

د پاکستان د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د اقتصادي سروې له مخې، په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۲۸.۹ سلنې ته لوړه شوې ده. د راپور له مخې، د ښارونو په پرتله په کلیوالو سیمو کې بېوزلي زیاته شوې او اوس له هر سلو کسانو څخه نږدې ۲۹ تنه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

سروې ښيي چې هغه وګړی چې په میاشت کې ۸ زره او ۴۸۳ پاکستانۍ کلدارې عاید ولري، د بېوزلۍ له کرښې پورته ګڼل کېږي، چې دا اندازه شاوخوا ۳۰.۵ امریکايي ډالرو سره برابره ده.

د سیمو له مخې، په کلیوالو سیمو کې د بېوزلۍ کچه ۳۶.۲ سلنه او په ښاري سیمو کې ۱۷.۴ سلنه ثبت شوې ده.

د صوبو په کچه، بلوچستان د ۴۷ سلنې بېوزلۍ له کچې سره تر ټولو ډېر اغېزمن ولایت بلل شوی، په داسې حال کې چې پنجاب کې د بېوزلۍ کچه ۲۳.۳ سلنه ثبت شوې چې د هېواد تر ټولو ټیټه کچه ده.

اقتصادي سروې څرګندوي چې په پاکستان کې د ژوند د لګښتونو زیاتوالي او اقتصادي ستونزو د بېوزلۍ د پراخېدو لامل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه