لیکنه :ډاکټر انور داوړ
کله چې مونږ د پښتنو د سیاسي، ټولنیز او فکري حالت جاج اخلو، نو یوه ترخه خو مهمه پوښتنه مخې ته راځي. چې ایا د پښتنو ذهنیت یا نفسیات قومي بڼه لري که لا هم په بنیادي ډول قبایلي دي؟ دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې د هر قام برخلیک، تقدیر د هغه په نفسیاتو او په شعوري جوړښت پورې تړلی وي. که نفسیات قومي وي، نو ولس د ګډ ملي هدف، ګډ درد او د ګډ راتلونکي پر لور درومي. خو که نفسیات قبایلي وي، نو هره ډله یوازې د خپلې قبیلې، سیمې او شخصي ګټې چاپېره راڅرخي.
په حقیقت کې که مونږ د ننني پښتون ټولنیز جوړښت ته که په ژوره سترګه وګورو، نو دا څرګندېږي چې زمونږ ډېری چلندونه، پرېکړې او غبرګونونه قومي نه دي، بلکې قبیلوي رنګ لري. ځکه چې مونږ د قام په نوم خبرې، ويناوې، ليکنې، غونډې او جرګې کوو، خو عمل اکثره د خپلې قبیلې لپاره کوو. مونږ د ملي وحدت شعارونه وايو، خو وفاداري مو تر ډېره د قبیلې او خېل تر پولې اخوا نه اوړي. که اوړي هم خو بيا د عمل پرته صرف د خبرو پورې محدوده وي، ځکه چې ذهنيت مو قومي نه دی. بلکې زیاتره قبیلوي دی.
بل خوا قبایلي نفسیات په اصل کې په دې ولاړ دي چې انسان لومړی ځان د خپلې قبیلې غړی ګڼي، بیا وروسته د لویې ټولنې برخه ځان شمېري. په داسې ذهنیت کې عزت، غیرت، دښمني، دوستي او حتی عدالت هم د قبیلې له زاویې سنجول کېږي. که زما د قبیلې کس ظالم هم وي، ملاتړ یې کوم او که د بلې قبیلې کس د حق پر لاره هم وي، مظلوم وي، بیا هم شکمن ورته ګورم. دغه رنګ طرز فکر د عصري قومي شعور سره په ټکر کې دی. ځکه چې قومي نفسیات دا غوښتنه کوي چې انسان لومړی ځان د لوی ټولنیز وجود برخه وبولي. یاني د قانون، اصولو او ګډو ارزښتونو تابع وي، نه د شخص او قبیلې. خو په پښتني ټولنه کې لا هم د شخصي اړیکو، خپلولۍ او قبایلي تړاو ارزښت د قانون او اصولو نه لوړ ګڼل کېږي. همدا وجه ده چې زمونږ ادارې کمزورې، سیاست ناپاک او ټولنیز عدالت نیمګړی پاتې شوی دی.
په تاریخي لحاظ قبایلي جوړښت د پښتنو د بقا لپاره یو مهم رول لوبولی دی. په هغو زمانو کې چې ریاستونه کمزوري وو او قانون حاکم نه و، قبیله د امنیت، خوراک او د عزت ضامن وه. خو ستونزه دا ده چې مونږ هماغه پخوانی جوړښت د بدلېدونکي نړۍ سره سم نه دی بدل کړی. نړۍ له قبیلو نه قامونو ته واوښته، خو مونږ لا هم تراوسه پورې د ټبر او قبیلې په دایره کې تاوېږو.
د قبایلي نفسیاتو یو بل مهم اړخ دا دی چې مشرتابه د وړتیا پر ځای د نسب او تعلق پر بنسټ ټاکل کېږي. په ډېرو ځایونو کې دا پوښتنه نه کېږي چې څوک پوهه لري، څوک لید او شعور لري، څوک قرباني ورکولای شي، څوک ددې وړ او قابل دي، بلکې دا کتل کېږي چې د کومې کورنۍ دی او د کوم ټبر، قبیلې نوم ورسره تړلی دی. دا طرز فکر د دې سبب شوی دی چې نالایقه مشران مخې ته راشي او وړ پوهه خلک شاته پاتې شي.
دغه رنګې قومي نفسیات د حساب غوښتنه هم کوي، خو قبایلي نفسیات د ړندې وفادارۍ په څېر دي، ځکه چې په قبایلي ذهنیت کې مشر پوښتنې ته او حساب کتاب ورکولو ته نه درېږي، که هر څومره غلط کار هم وکړي، بیا هم دفاع ترې کېږي. همدا علت دی چې زمونږ په ټولنه کې د احتساب کلتور کمزوری دی او فساد ژورې ریښې وهلې دي. چې ددې ريښې وباسل ډېر ګران دي.
بل خوا، ژبه کلتور او تاریخ سره مینه یوازې هغه وخت قومي بڼه اخلي چې د ټول قام ګډه شتمني وګڼل شي. خو زمونږ په حالت کې حتی کلتوري ویاړونه هم کله کله د قبایلي سیالیو بڼه اخلي. هره قبیله هڅه کوي ځان تر نورو غوره وښيي، پر ځای د دې چې ټول پښتانه د یو ګډ تمدني میراث وارثان وبولي.
ددې ترڅنګ زمونږ پښتني رسنۍ، تعلیمي ادارې او سیاسي تنظیمونه هم کولای شي چې د قومي نفسیاتو په جوړولو کې مهم رول ولوبوي، خو له بده مرغه زمونږ ډېری ادارې هم د قبایلي او ګوندي نفوذ اثر لاندې دي. کله چې نصاب، خبر او سیاست د ملي فکر پر ځای د محدودو ګټو خدمت وکړي او يا يې کوي، نو له هغه ځایه قومي شعور او قومي ذهنیت نه شي زېږېدلی.
سره له دې ټولو د بدلون نښې هم ښکاري، مونږ واورو او وینو چې ځوان نسل د قبیلې تر نوم هاخوا د يو قوم فکر کول پیل کړي دي. د حق، انصاف، برابرۍ او د یو ګډ ملي هدف او ملت خبرې ډېرې شوې دي. د قبیلوي ذهنیت څخه ملي ذهنيت ته داخلول شروع شوي دي، خلک پوښتنې کوي، نیوکې کوي او د روایتونو د ماتولو هڅه کوي. دا ټولې نښې ښيي چې قبایلي نفسیات ورو ورو خپل مطلق واک له لاسه ورکوي او د قومي نفسیاتو تخم کرل کېږي.
خو دا بدلون به په خپله نه راځي. دا بدلون دوامداره شعوري هڅې غواړي. تعلیم باید یوازې د روزګار وسیله نه، بلکې د فکر د بدلولو وسیله شي. سیاست باید د شخصي واک پر ځای د ملي خدمت لپاره وکارول شي او هر پښتون باید له ځانه دا پوښتنه وکړي چې زه د خپلې قبیلې استازی یم که د خپل قام؟
تر هغو چې مونږ له قبایلي نفسیاتو څخه قومي نفسیاتو ته انتقال ونه کړو، تر هغو به نه یو متحد قام شو او نه به د عزت او خپلواکۍ څښتنان وګرځو. پښتون قام به هغه وخت رښتینی قام شي چې د ټبر، قبیلې پر ځای قانون ته، د شخص پر ځای اصولو ته، او د محدودې وفادارۍ پر ځای ملي وفادارۍ ته لومړیتوب ورکړي.
پښتون نن د یوې تاریخي څلورلارې پر سر ولاړ دی. یا به د قبایلي نفسیاتو په زولنو کې بند پاتې شي او یا به د قومي شعور په رڼا کې د نوي سفر پیل وکړي. دا انتخاب زمونږ په لاس کې دی او تاریخ به زمونږ د همدې انتخاب پر بنسټ پرېکړه کوي.


