یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد ښځې روغتيا او پوهاوی

د ښځې روغتيا او پوهاوی

 

لیکنه :زارا داوړ

ښځه د ټولنې زړه دی. که زړه سالم وي، ټول بدن روغ وي. د ښځې روغتيا نه يوازې د هغې خپل ژوند ته ارزښت ورکوي، بلکې د کورنۍ، راتلونکو نسلونو او ټولنې پر پرمختګ هم ژوره اغېزه لري. خو له بده مرغه، زمونږ په ډېرو ټولنو کې د ښځو د روغتيا موضوع لا هم د چوپتيا تر سيوري لاندې پرته ده.

 

روغتيا يوازې د ناروغۍ شتون نه دی، بلکې جسمي، ذهني او روحي توازن دی. ښځه د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې لکه بلوغ، ودونه، امېدورۍ او مور کېدل، له ځانګړو بدلونونو او ننګونو سره مخ کېږي. که د دې پړاوونو په اړه سم پوهاوی ونه لري، نو دا بدلونونه کولای شي جدي ستونزې رامنځته کړي.

 

پوهاوی د روغتيا لومړی ګام دی. کله چې ښځه د خپل بدن په اړه معلومات ولري، د ناروغيو د نښو پېژندنه زده کړي او د مخنيوي لارې وپېژني، نو کولی شي خپل ژوند په ښه ډول مديريت کړي. د بېلګې په توګه، د متوازنې خوړو کارول، منظم فزيکي فعاليت، ذهني ارامتيا، او پر وخت طبي مشوره هغه بنسټيز ټکي دي چې د هرې ښځې لپاره اړين دي.

 

له بلې خوا ټولنه هم مسؤليت لري چې ښځو ته د پوهاوي، تعليم او روغتيايي اسانتياوو برابرولو کې ونډه واخلي. هغه ټولنه چې ښځو ته د پوښتنې، زده کړې او درملنې حق ورکوي، په حقيقت کې د خپل راتلونکي بنسټ پياوړی کوي.

 

د ښځې روغتيا د کور د خوشحالۍ هنداره ده. که ښځه روغه وي، نو کور روښانه وي. که هغه ستړې وي، نو ژوند بې خونده کېږي. نو اړينه ده چې مونږ د ښځې روغتيا ته يوازې د يو فرد مسئله ونه ګورو، بلکې دا د ټولنې ګډ مسؤليت وبولو.

 

بايد ووايو چې پوهاوی ځواک دی. هره ښځه چې پوهه ولري، خپل ارزښت پېژني، خپل حقونه ساتي او د روغ ژوند لار خپله کوي. د داسې ښځو په شتون کې نه يوازې کورنۍ بلکې ټوله ټولنه روښانه او پرمختللې کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه