یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان هم د پاکستان په وړاندې د اوربند اعلان وکړ

افغانستان هم د پاکستان په وړاندې د اوربند اعلان وکړ

پښتو جرنل

د افغانستان د ا.ا ویاند، ویلي امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت او همدا راز د سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

 

نوموړي ویلي، افغانستان د منځګړو دوستو هېوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنگ ورته څرګندوي چې ا.ا د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژون خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه ګڼي او د ګواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ هم ویلي چې د کوچني اختر په درناوي او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه یې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل پوځي عملیات او بریدونه موقتي وځنډوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه