په بلوچستان کې په دولتي کالجونو کې د تنظیمي فعالیتونو بندیز بیا تازه شو

0
30

د بلوچستان د کالجونو او لوړو زده‌کړو ادارې د دغه ایالت په ټولو دولتي کالجونو کې د غونډو، مراسمو او تنظیمي فعالیتونو د ترسره کولو په اړه پخوانی بندیز یو ځل بیا یاد کړی او د عملي کولو سپارښتنه یې کړې ده.

د کالجونو او لوړو زده‌کړو ریاست د سپټمبر پر ۱۱مه په یوه خپاره کړي مکتوب کې ویلي، چې د ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د پخوانیو لارښوونو له مخې، په ښوونیزو ادارو کې هېڅ ډول غونډه، مراسم یا تنظیمي فعالیت د اړوندې ادارې له مخکېنۍ اجازې پرته نه شي ترسره کېدای.

په مکتوب کې د ټولو دولتي کالجونو له مشرانو او د ولسوالۍ له څارونکو چارواکو غوښتل شوي، چې په خپلو ادارو کې د یادو لارښوونو د عملي کېدو څارنه وکړي او هېڅ تنظیم ته اجازه ورنه کړي چې په کالجونو کې غونډه یا فعالیت ترسره کړي.

ادارې خبرداری ورکړی چې د دغو لارښوونو د سرغړونې په صورت کې به د مسوولو کسانو پر وړاندې د بیډا مقرراتو له مخې انضباطي اقدام وشي.

د چارواکو په وینا، دغه لارښوونې د بلوچستان پر ټولو دولتي پوسټ‌ګرېجویټ، درجې او منځنیو کالجونو پلي کېږي.