ویب ډیسک
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د منځني ختیځ کې د ګازو پر تاسیساتو د پراخو بریدونو وروسته ویلي دي چې اسرائیل په تاوتریخوالي سره خپله غوسه څرګنده کړه او د ایران پر مهم ګاز میدان یې بریدونه وکړل، خو اوس به نور د ایران د ګازو پر تاسیساتو برید ونه کړي.
ټرمپ وویل چې امریکا د اسرائیل د دې برید څخه مخکې خبر نه وه. هغه زیاته کړه چې قطر په دې پېښه کې شامل نه و. دا هم د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یوې امریکايي ورځپاڼې “وال سټریټ ژورنال” راپور ورکړی و چې ټرمپ د ایران د ګاز میدان په نښه کولو لپاره د اسرائیل پلان ته منظوري ورکړې وه.
ډونلډ ټرمپ په خپل پیغام کې پر ایکس (پخوانی ټویټر) لیکلي چې اسرائیل د ایران د ساؤتھ پارس ګاز میدان باندې بریدونه وکړل او په تاوتریخوالي سره یې خپله غوسه څرګنده کړه. له بده مرغه، ایران د دې پېښې یا برید په اړه له مهمو حقایقو ناخبره و او بېدلیله او ناعادلانه ډول یې د قطر د مایع ګاز (LNG) پر تاسیساتو د یوې برخې برید وکړ.
امریکايي ولسمشر وویل چې پر دې ډېر مهم او ارزښتناک ساؤتھ پارس میدان به نور برید ونه شي، تر هغه چې ایران په ناپوهۍ سره دا پرېکړه ونه کړي چې د بېګناه هېواد قطر پر تاسیساتو بیا برید وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې که په قطر کې د ګازو پر تاسیساتو بیا برید وشي، نو امریکا به د اسرائیل په مرسته، یا د هغې له رضایت سره یا پرته، د ایران د ساؤتھ پارس ګاز میدان په داسې ځواک او شدت سره په بشپړ ډول ویجاړ کړي چې مخکې هېڅکله نه دی لیدل شوی.


