یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفطرت :بمباریو له امله تر دې مهاله د وژل شو شمېر ۴۰۰...

فطرت :بمباریو له امله تر دې مهاله د وژل شو شمېر ۴۰۰ او د ټپیانو شمېر هم ۲۵۰ ته لوړ شوی دی

ویب ډیسک

د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان پوځ د تېرې شپې د بمباریو له امله تر دې مهاله د وژل شو شمېر ۴۰۰ او د ټپیانو شمېر هم ۲۵۰ ته لوړ شوی دی.

 

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز دغه برید کې د ملکيانو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.

 

بنټ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له کابل او اسلام‌اباد یې غوښتي چې ترینګلتیاوې کمې کړي او د ملکيانو د خوندیتوب او د روغتونونو په څېر د عامه ځایونو د خوندیتوب په ګډون نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

 

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ هم دغه برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې د روغتونونو په څېر عامه ځایونه باید هدف ونه ګرځول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه