یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيمینه ملګرتیا ده که مسؤلیت

مینه ملګرتیا ده که مسؤلیت

 

لیکنه: داودجبارخیل

د ښار په یوه ارامه کونج کې لیلا د خپلې اپارتمان پر بالکون ناسته وه او د ماښام له نرم نسیم سره د یاسمین ونې ته کتل. هغې د خپل لومړي لید یادونه کوله؛ هغه رومانتيکې خبرې او زړه راښکونکې موسکا چې د هغې زړه یې داسې درزا کړ لکه یو نوی جهان یې چې کشف کړی وي.

خو د هغې د زړه په ژورو کې یو پټ سوال و:

ایا یوازې ښکلې خبرې د یو بشپړ ژوند د جوړولو لپاره بسنه کوي؟

ورو ورو پوښتنې د هغې ذهن ته راننووتې:

کله چې سختې ورځې راشي، هغه به څنګه ورسره مخ شي؟

کله چې پلانونه مات شي او خوبونه خنډ سره مخ شي، هغه به څه وکړي؟

ایا هغه به هماغسې ټینګ پاتې شي کله چې ژوند درنې مسؤلیتونه پر اوږو کېږدي؟

هغې پوهېده چې مینه د یوې ښکلي ګل په شان ده، خو ګل له ریښو پرته ژوندی نه پاتې کېږي. احساسات ښايي یوه شېبه غوړېږي، خو ثبات د عقل، حکمت او صبر قوي ریښو ته اړتیا لري.

له همدې ځایه د هغې د فکر سفر پیل شو؛ د احساساتو د ځلا او د عقل د ژورتیا ترمنځ، د داسې انتخاب په لټه کې چې یوازې یوه ښکلې شېبه نه، بلکې ټول ژوند جوړ کړي.

له همدې امله، کله چې یوه نجلۍ د خپل ژوند ملګری ټاکي، باید د رومانتيکو احساساتو نه ورهاخوا فکر وکړي.

هغې ته پکار ده چې د ژوند ورځني جزئیات تصور کړي: د سهار ساده خبرې، د اوږدې ورځې وروسته ارامې شېبې، او دا چې ملګری یې له فشار، پیسو، اختلافاتو، تېروتنو او پرمختګ سره څنګه چلند کوي.

ځکه دا یوازې د جذب یا احساساتو خبره نه ده؛ دا د فکر او شخصیت د همغږۍ خبره ده.

د ملګري د فکر طریقه به ستا پر داخلي سکون اغېزه وکړي، او د هغه پرېکړې به ستا د راتلونکي بڼه وټاکي.

د هغه صبر به ستا د کور ارامي جوړه کړي، او د هغه نشتوالی به د ژوند په هر کونج کې خپل اواز پرېږدي.

ته یوازې داسې څوک نه ټاکې چې ورسره وخاندې،

بلکې داسې څوک ټاکې چې ورسره مبارزه وکړې،

ورسره وده وکړې،

او د ژوند یو ګډ جهان ورسره جوړ کړې.

هغه څوک وټاکه چې د هغه عادتونه، ارزښتونه او د ژوند لید د هغه ژوند له لارې سره برابر وي چې ته یې غواړې.

ځکه مینه یوازې یو احساس نه دی؛

مینه ملګرتیا ده، مسؤلیت دی، او هغه بنسټ دی چې ټول راتلونکی پرې ولاړ وي.

خو له بده مرغه زموږ په ټولنو کې ځینې نجونې یوازې د رومانتيک احساساتو په ځلا تېرې کېږي. دوی ګومان کوي چې مینه یوازې یو شعر دی، یوه ډالۍ ده، یا خوږې خبرې دي چې د یوې شېبې لپاره زړه مست کړي او وروسته ورک شي.

نو کله کله داسې کېږي چې یوه نجلۍ خپل زړه داسې چا ته ورکړي چې ښکلې خبرې کوي، خو نه پخپله فکر لري، نه د ژوند لید، او نه د مسؤلیتونو د زغملو توان.

او ډېر ژر دا ګل د ژوند د لومړي سخت باد پر وړاندې مړاوې کېږي.

ډېرې داسې کیسې شته:

یوه نجلۍ خپل ملګری ځکه خوښ کړ چې تل یې په ډالیو حیرانوله، خو هغې هېڅکله له ځانه ونه پوښتل چې هغه له فشار او ستونزو سره څنګه چلند کوي. وروسته یې ځان په داسې کور کې وموند چې د تودو خبرو پر ځای پکې سړه چوپتیا وه.

بله نجلۍ د هغو ژمنو پر وړاندې تسلیم شوه چې د خوبونو په شان ښکلې وې، خو هغې دا ونه لیدل چې د هغه لاسونه له ریښتینې هڅې تش وو. نو هغې ځان د داسې ژوند په منځ کې وموند چې خوبونه یې ورو ورو له منځه تلل.

خو په مقابل کې داسې نجونې هم شته چې ژور فکر کوي.

هغوی داسې کسان ټاکلي چې متوازن عقل، پخې مفکورې او د ژوند د ستونزو پر وړاندې جرئت لري.

دوی یوازې د لنډمهاله احساساتو په ظاهري ښکلا نه دي غولېدلي، بلکې په تعادل کې یې تکیه، په صبر کې ځواک او په هیلو کې د راتلونکي رڼا موندلې ده.

هغوی پوه شوي چې رومانتيک احساسات هغه وخت ښکلي وي چې عقل یې ملاتړ وکړي، او ګلان هغه وخت تازه پاتې کېږي چې د پوهاوي او جديت له سینده اوبه شي.

نو اصلي انتخاب دا نه دی چې زړه دې درزي که نه،

بلکې دا دی چې ژوند دې پر قوي بنسټ جوړ شي او که د لومړۍ ازموینې پر وړاندې ولړزېږي.

رومانتيک احساسات ښايي یوه شېبه انسان حیران کړي، خو عقل او فکر هغه څه دي چې ټول ژوند جوړوي.

نو داسې څوک وټاکه چې ستا په زړه کې تلپاتې سکون وکري، نه یوازې داسې احساس چې ژر روښانه شي او بیا مړ شي.

ځکه واده د لنډمهاله مینې سټېج نه دی، بلکې د ټینګې ملګرتیا ډګر دی؛

او هغه څوک چې پکې اصل ته د ظاهر پر ځای ارزښت ورکوي، د ژوند تر ټولو رښتینی او تلپاتې ملګری ګرځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه