یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد پخواني ايران امپراتورۍ

د پخواني ايران امپراتورۍ

لیکنه: رفیع الله خان

هسې خو د ايران انساني تاريخ ډېر زوړ دے (يعني ماقبل تاريخ) خو د دې د تاريخي دور سياست اؤ امپائر د سنه وارئ له حسابه لا ډېر څرګنده دے ۔ اؤ په دې کښې د اؤليت اؤ مقبوليت دواړو له رويه هخامنشي/آخميني (Achaemenid) دور بې څارې ځانګړتيا لري ۔ د دې سلطنت پېل د شپږمې صدئ قبل مسيح کښې په مئنځومانه کښې (يعني څه لپاڅه دوه نيم زره کلونه وړاندې) شوے وو اؤ اختتام ئې د سکندر مقدوني د حملو سره په ۳۳۱—۳۳۰ قبل مسيح کښې ښودلے شي ۔

د هخامنشي سلطنت وړومبے امپراتور سائرس وو اؤ په تاريخ کښې عام طور د لوئ سائرس په نوم يادېږي ۔ اؤ هم ده د بابلي سلطنت خاتمه په ۵۴۹ قبل مسيح کښې کړې وه ۔ دغه شانې سائرس د هخامنشي سلطنت بنياد کېښودو اؤ لمنې ئې ورله پراخه کړې ۔ هغه هند پله هم ګندهارا او څه نورې علاقې اونيولې ۔ د بابل (يا په نورو ټکو کښې عراق) د قبضې نه تقريباّّ لس کلونه پس سائرس مړ شو اؤ د هغه ځوے کمبيسس تخت نشين شو ۔

کمبيسس د پلار عسکري مهم جوئي جاري اوساتله اؤ د عراق په مغرب لاړو اؤ تر شمالي مصر پورې ئې هخامنشي راجداري قائمه کړه ۔ دے لا په مصر کښې بوخت وو چې شاته په ايران کښې يؤ شورش اؤ بغاوت اوشو ۔ برديا ځان تخت ته اورسوو اؤ هغه ځان د سائرس ځوے مشهور کړو ۔ خو مؤرخين وائي چې د هغه دا دعوٰی بېځايه وه اؤ هغه د سائرش ځوے نه وو ۔ پهرحال کمبيسس په عجلت واپسي شورو کړه خو پايه تخت ته رااونه رسېدو ۔ هغه په لاره قتل کړے شو ۔

چونکه په ايران کښې سياسي افراتفري جاري وه اؤ د طاقت د پاره رسه کشي روانه وه ٬ نو په دې حالاتو دارا برديا ته ماتې ورکړه اؤ د طاقت واګې ئې ترلاسه کړې ۔ شورشيان ئې تر تېغ لاندې کړل په شمول د برديا ۔

د دارا (۵۲۲ —۴۸۶) سره د هخامنشي سلطنت د توسيع اؤ طاقت له مخې انتها ته اورسېدو ۔ هغه نه يواځې زاړه فتوحات مضبوط کړل بلکه تر يونان اورسېدو ۔ د يونان ډېر رياستونه ئې زېر کړل ۔ خو د دارا دغه جنګونه په دومره لرې دنيا کښی دومره کامياب نه شول ۔ هغه ته بيا د يونان مختلفو رياستونو اتحاد جوړ کړو اؤ اوږده اؤ تباه کُن جنګونه اوشول ۔ اؤ دغه رنګه د يونان آزادي اوژغورلے شوه ۔

د دارا نه وروستو نهه نور هخامنشي شهنشاګان راغلي وو چې آخري په دارا درئم نومېدو ۔ اؤ هم ده د سکندرمقدوني د لاسه په ۳۳۰ قبل مسيح کښې شکست خوړلے وو ۔ چونکه سکندر پخپله ډېر زر مړ شو نو د هغه د سلطنت دا مشرقي علاقې د هغه جرنېل سيليؤکس نېکوټر په خپل تصرف کښې راوستلې اؤ د ګندهارا تر د شام د پولې پورې شهنشاه شو ۔ اؤ دې ته په تاريخ کښې سيليؤسيډ امپائر وئيلے شي ۔ د شام نه واخله تر مصر پورې يؤ بل جنېل ټولمي (Ptolemy) خپل تصرف قائم کړو اؤ دغې ته Ptolemaic Empire وئيل کېږي ۔ دا دواړه سلطنتونه سره مشت و ګرېبان وو ۔ اؤ هم دغه وجه وه چې کله په شمالي هند کښې چندراګُپتاموريا واک حاصل کړو اؤ شمال مغرب پله توسيع ئې کوله نو سيليؤسيډ ورسره روغه اوکړه ۔ د قندهار پورې علاقې ئې چندراګُپت ته ورکړې اؤ په بدل کښی ئې ترې په شوونو هاتيان اؤ جنګيالان واغستل ۔ په دې سره سيليؤسيډ خپل مغربي سرحد د شام سره مضبوطول غوښتل کوم چې د هغه د پاره د شمال مغربي هند اؤ افغانستان د علاقو نه زيات مهم اؤ سودمند وو ۔

هخامنشي حکمران ته به د بادشاهانو بادشاه وئېل شول ۔ اؤ دا د هغوي د وسيع سلطنت او د هغې د انتظام په وجه ۔ هغوئ د مختلفو علاقو شکست خورده ايليټس واپس د سلطنت په انتظام کښې شريکول اؤ دغه شانې به دغه تسليم شوي واکداران د کنټرول اؤ ټېکس کولېکشن د پاره اهم وو ۔ ټول ټېکس به مرکز ته استول کېدو چې له هغه ځايه به واپس د صوبو د حق مناسب وېشل کېدلو ۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه