یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍآسټرالیا په تهران کې خپل سفارت تړي او د ایران سفیر به...

آسټرالیا په تهران کې خپل سفارت تړي او د ایران سفیر به هم وشړي

ویب ډیسک

 

نن (سې‌شنبه) د آسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز ویلي، چې د ایران سفیر به له هېواده وشړي او په تهران کې به د آسټرالیا سفارت هم وتړل شي.

البانیز زیاته کړې؛ ایران د آسټرالیا په خاوره کې پر یهودي ضد دوه بریدونو تورن دی.

هغه دا هم ویلي، چې د آسټرالیا په ترهګریزو ډلو کې د ایران د سپاه پاسداران د نوم د شاملولو بهیر پیل شوی دی.

دا پرېکړه د تهران او کانبرا ترمنځ د ډیپلوماټیک کړکېچ بې ساري زیاتوالی پر ګوته کوي او کولی شي د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې زیانمنې کړي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه