دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان واکمنو پنځه کلنې ملي پرمختیايي تګلارې اعلان وکړ

افغانستان واکمنو پنځه کلنې ملي پرمختیايي تګلارې اعلان وکړ

پښتو جرنل

د افغانستان د پرمختیايي تګلارې (ملي ستراتېژۍ) له منظورېدو وروسته د هغې د پلي کولو عملي پړاوونو ته په رسمي ډول پیل وشو.

په دې تړاو د حکومت د رسنیو په مرکز کې مهمه غونډه وشوه چې مشري یې د اقتصادي چارو مرستیال صدراعظم محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کوله. په غونډه کې د کابینې غړو او اړوندو چارواکو ګډون وکړ.

 

ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان پرمختیايي ستراتېژي د شرعي احکامو، ساینسي اصولو او د هېواد د حالاتو په پام کې نیولو سره د کورنیو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې جوړه شوې ده. په دې سند کې د ملي پرمختګ اساسي موخې او لومړیتوبونه روښانه شوي دي. هغه زیاته کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې د امارت اسلامي ټولو وزارتونو او ادارو د نظام د بنسټونو د پیاوړتیا او د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

 

هغه ټینګار وکړ چې د محدودو سرچینو او زیاتېدونکو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره ټول وزارتونه او ادارې باید خپلې تګلارې، پروژې او پروګرامونه د همدې ستراتېژۍ مطابق تنظیم کړي. په دې سره به د سرچینو اغېزمن استعمال او د پلان جوړونې همغږي رامنځته شي.

 

هغه زیاته کړه چې د پروژو جوړول، د لومړیتوبونو ټاکل، د بودیجې جوړول او مؤثره څارنه د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ګډ کار ته اړتیا لري، څو پر تګلاره په بشپړ او سمه توګه عمل وشي.

 

پرمختیايي ستراتېژي یوه هراړخیزه او اوږدمهاله طرحه ده چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره جوړه شوې ده. د دې بنسټیز هدف د هېواد ټولې ادارې او سرچینې په یوې متحدې لوري روانول دي.

 

د سند مهم اهداف په کې شامل دي:

 

د اسلامي اصولو پر بنسټ ښه حکومتولي.

 

د ملي امنیت او سرحدي خپلواکۍ ساتنه.

 

د کار موندنې فرصتونه رامنځته کول.

 

 

د ملا عبدالغني برادر په وینا د دې پلان په پلي کېدو سره به په شفافیت او حساب ورکولو کې ښه والی راشي، د خلکو او نړیوالې ټولنې باور به ډېر شي، او همدارنګه به خلکو ته د زده‌کړې، روغتیا او نورو بنسټیزو خدمتونو ته ښه لاسرسی ممکن شي.

 

د غونډې په پای کې د امارت اسلامي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته معلومات ورکړل او د پرمختیايي ستراتېژۍ په اړه یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

 

یاده ستراتېژي نه یوازې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته لاره هواروي، بلکې د یوه باثباته، خپلواک او هوسا افغانستان په جوړېدو کې به مهم رول ولوبوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه