ویب ډیسک
د متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد په تاریخ کې بدترینه او شرموونکې ورځ یاده کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د مخکېني ولسمشر، جو بایډڼ د «بې کفایتۍ» پر ضد سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې امریکا له افغانستانه له بې نظمه وتلو درسونه زده کړي او دا به بیا تکرار نه کړي.
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د هغو ۱۳ امریکايي ځواکونو د کورنیو له غړو سره کتنه کې کړې دي، چې د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د کابل ابي دروازې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
دا ځانمرګی برید چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او تخلیې پر مهال وشو، چې د ۱۳ امریکايي ځواکونو سربېره یې شاخوا تر ۱۸۰ افغانان هم ووژل.
ټرمپ د دغو پېښو په اړه وویل:
“هغه یوه وېروونکې ورځ وه. زه فکر کوم دا تر ټولو بدترینه ورځ وه. او په ډېرو لارو د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ وه.”
د کابل نړیوال هوايي ډګر ابي دروازه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو خپلوان د «زرینو ستورو» په نامه ګڼل کېږي او هغوی سره د خواخوږۍ او غم شریکۍ په موخه سپينه ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي وو.
په تېره مارچ میاشت کې پاکستان ادعا وکړه چې ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې پر ابي دروازې د برید طراح، محمد شریف الله چې افغان یې ګڼلی و، نیولی او د امریکا ایف بي ای ته یې سپارلی دی.
ایف بي بی د شریف الله نیول تایید کړي وو او هغه یې د محاکمې لپاره امریکا ته انتقال کړ.
په هر حال، اوس کارپوهان هم د امریکا وتل «نامسوولانه» بولي او ټینګار کوي، چې هېواد کې د مرکزي نظام د ملاتړ او ترهګرۍ سره د مبارزې په هڅو کې بریالۍ نه شوه او شل کاله وروسته یې طالبان واک ته ورسول.


