دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍګوتریش،ژورنالېزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي

ګوتریش،ژورنالېزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي

ویب ډیسک

د مۍ درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده.

 

دا ورځ د رسنیو د آزادۍ ارزولو، دفاع او هغو خبریالانو ته د درناوي په موخه نمانځل کېږي چې د دندو پر مهال وژل شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه پیغام کې ویلي، چې د خلکو آزادي د مطبوعاتو په آزادۍ پورې تړلې او ټینګار یې کړی چې خبریالان باید له وېرې او تبعیض پرته د خبریالۍ فعالیتونه وکړي.

 

داسې مهال چې د راپورونو له مخې د طالبانو په حاکمیت سره افغان خبریالان او رسنۍ له ګواښونو سره مخ شوي دي، ګوتریش زیاته کړې چې ژورنالېزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي او خبریالان یې د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او د مرګ له ګواښ سره مخ بللي دي.

 

د بې پولې خبریالانو سازمان د وروستي راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د بیان آزادۍ په درجه بندۍ کې ۱۷۵م ځای خپل کړی، چې تر ټولو ګواښمن حالت څرګندوي.

 

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د رسنیو پر وړاندې د طالبانو له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره افغان خبریالان بې دندو، ګډوال او رسنۍ د مالي او بشري ځواک د کمښت له امله د سقوط له ګواښ سره مخ شوې دي.

 

د افغانستان د خبریالانو مرکز د وروستي راپور پر بنسټ، طالبانو د هېواد په نږدې ۲۰ ولایتونو کې خبریالان او رسنۍ د ساکښو موجوداتو له انځور اخیستلو او نشرولو منع کړي، چې دا ګام د بیان آزادۍ پر وړاندې ستر خنډ یادوي.

 

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په هېواد کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو سختو تګلارو ته په اشارې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د بیان آزادي او مدني فضا په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

# #Afghanistan #UN #AfghanMedia

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه