دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنصير فائق، افغان واکمن لپاره په ملګري ملتونو کې د دایمي څوکۍ...

نصير فائق، افغان واکمن لپاره په ملګري ملتونو کې د دایمي څوکۍ سپارلو هيڅ وکړه نشته

ویب ډیسک

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق هغه راپورونه رد کړل، چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې طالبان سره د افغانستان د دایمي استازولۍ سپارلو په موخه بحثونه کړي دي.

 

نصیر احمد فایق ټینګار کړی، چې په کابل کې د یوناما دفتر هېڅ کارکوونکی نه شي کولای چې د ملګرو ملتونو او افغانانو په استازیتوب نامسوولانه څرګندونې وکړي.

 

له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د ملګرو ملتونو د چارواکو له قوله راپورونه ورکړي وو، چې ملګرو ملتونو په دغه سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ سپارولو په موخه بحثونه او سلا مشورې کړې دي.

 

ښاغلي فایق د هېواد د سیاسي مسالې د حل لپاره د دغه سازمان د سرمنشي د هڅو او نېک نیت هرکلی کړی دی.

 

نوموړي هره هغه طرحه افغانانو ته د نه منلو وړ بللې چې موخه یې د شفافیت، پلي کېدو تضمین، ښکاره پرمختګ او د افغانستان په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې له بنسټیزو بدلونونو پرته د امتیازاتو ورکول یا له طالبانو سره اړیکې عادي کول وي.

 

کارپوهان وايي، طالبان چې د دوحې تړون له مخې پر افغانستان حاکم شول، تراوسه یې په هېواد کې د ټاکنو له مخې د خلکو په خوښه نظام نه دی رامنځته کړی او له عامه ژونده د ښځو او افغانانو پر ایستلو سربېره یې د دوحې تړون د ژمنو پر اساس د افغانانو ترمنځ سیاسي خبرو ته لاره نه پرانېستې نه ده.

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون او پر افغانستان له حاکمېدو وروسته د طالبانو څو ځله ټینګار او غوښتنه کړې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ د یادې ډلې نوماند سهیل شاهین ته وسپاري.

 

د ملګرو ملتونو د قوانینو له مخې په یاد سازمان کې د یوه هېواد د دایمي استازولۍ څوکۍ یوازې هغه حکومت ته سپارل کېږي چې د نړیوال مشروعیت، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د اکثریت له خوا په رسمیت پېژندل شوی وي.

# #Afghanistan #UN #UNAMA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه