ویب ډیسک
په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید له یوې امریکايي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، که د پاکستان او هند تاوتریخوالی زیاتېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اټومي تقابل رامنځته شي.
رضوان سعید سیمه د اټومي خطر نقطه بللې او د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د کشمیر موضوع له بېخه حل او مداخله پکې وکړي.
نوموړي ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ له دې وړاندې هم نړیوالې ټولنې مداخله کړې او دا یې بیا ښه فرصت ګڼلی دی.
هند او پاکستان چې اټومي قدرتونه ګڼل کېږي، د کشمیر د پهلګام پېښې وروسته پر یو بل د پوځي اقدام او د اړتیا په صورت کې د اټومي وسلو کارولو خبرداري ورکوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس تېره ورځ له شهباز شریف غوښتي، چې د هند پېښه وغندي او په سیمه کې د کړکېچ کمولو لپاره هند سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ لا هم د درېیمګړي مداخله نه ده شوې، خو د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې په ناسمو پرېکړو سره د سیمې ثبات ونه ګواښي.
که څه هم د پهلګام په پېښه کې امریکا پاکستان نه دی ملامت کړی، خو له هند او د دغه هېواد له دریځ یې ملاتړ اعلان کړی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، د هند له لوري د دغه هېواد تورنول «لنډپارې» پرېکړه ده او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې له هند د تورونو شواهد او بې طرفه څېړنه غواړي.
د هند او پاکستان کړکېچ د پهلګام وروسته زیات شو، چې ۲۶ هندي سیلانیان په یوه وسله وال برید کې ووژل شول او هند پکې د پړې ګوته پاکستان ته ونیوله.
# #India #Pakistan #US


