سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامریکا د بېوزلو هېوادونو لپاره د واکسینونو بودیجه ختموي

امریکا د بېوزلو هېوادونو لپاره د واکسینونو بودیجه ختموي

ویب ډیسک

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت غواړي چې د «GAVI» په نوم سازمان بودیجه چې په بېوزلو هېوادونو کې د ماشومانو لپاره واکسینونو پېري، پای ته ورسوي.

 

رویټرز خبري اژانس پنجشنبه د مارچ پر ۲۷مه د امریکا پراختیايي ادارې (USAID) د یو سند په حواله راپور ورکړی چې دا هېواد هڅه کوي د ملاریا پر وړاندې د مبارزې هڅې هم کمې کړي.

 

په راپور کې راغلي چې دا سند به د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې د امریکا له کانګرېس سره شریک شي.

 

اخوا د «GAVI» سازمان اجرايي رییسې سانیا نشتر رویټرز ته ویلي: «که د متحدو ایالاتو ملاتړ نه وي، دا به په راتلونکو پنځو کالو کې د ۱.۲ میلیونو ماشومانو د مړینې لامل شي چې د شري په څېر له وژونکو ناروغیو خوندي نه دي.»

 

د نوموړې په خبره، د امریکا کلنۍ بودیجه کابو ۳۰۰ میلیونه ډالر کېږي چې د دغه سازمان لپاره حیاتي دي.

 

د یادونې ده چې GAVI یو نړیوال ایتلاف دی چې په مخ پر ودې هېوادو کې واکسینونو ته لاسرسی زیاتوي.

 

دا بنسټ له حکومتونو، نړیوالو سازمانو او خصوصي سکټور سره کار کوي چې د مخنیوي وړ ناروغیو لپاره واکسیانسیون پراخ کړي.

 

د نوموړي سازمان اصلي موخه واکسینونو ته د لاسرسي په برخه کې مساوات رامنځته کول او په نړیواله کچه د وژونکو ناروغیو له خپرېدو څخه مخنیوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه