دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله اسلام‌اباد څخه ۱۷۴ افغانان جرمني ته ولېږدول شول

له اسلام‌اباد څخه ۱۷۴ افغانان جرمني ته ولېږدول شول

ویب ډیسک

۱۷۴ له ګواښ سره مخامخ افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې وه، په یوې الوتنه کې دغه هېواد ته رسېدلې دي.

 

دویچه ویله راپور ورکړی چې د دغو کسانو الوتکه پنجشنبه د وري پر ۷مه د هانوور په هوايي ډګر کې ناسته کړې ده.

 

په راپور کې راغلي چې د دې الوتکې ټولو مساپرو جرمني ته د تګ ژمنه ترلاسه کړې وه.

 

په راپور کې راغلي چې په دې ډله کې ۷۲ مېرمنې او ۹۲ نارینه دي چې ۷۴ کسان یې له اتلس کالو کم عمر لري او نهه ماشومان چې له دوو کالو کم عمري لري، پکې شامل دي.

 

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «د منلو په برخه کي امنیت زموږ تر ټولو لوړ لومړیتوب دی. ټول دغه کسان په دقیق ډول کنترول او تر ارزونې لاندي نیول شوي دي.»

 

نوموړي زیاته کړې چې دغو کسانو له الوتنې مخکې مفصلې امنیتي ارزونې تیرې کړې دي.

 

د هغه په خبره، ټول هغه کسان چي د منلو ژمنې یې ترلاسه کړې، تر امنیتي ارزونې لاندي نیول کېږي او که امنیتي اندېښنې وي، په جرمني کي د هغوی منل ناشونې دي.

 

د یادونې ده چې جرمني د منلو پروګرام د هغو کسانو لپاره پیل کړی چې په افغانستان کې یې واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې د دغه هېواد له پوځ یا نورو بنسټونو او سازمانونو سره کار کړی دی.

 

د تېر کال د کب پر ۱۵مه هم جرمني ۱۳۲ افغانان له اسلام‌اباد څخه دغه هېواد ته لېږدولي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه