دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ ،بایډن افغانستان کې زموږ پوځي تجهیزات دښمن ته وسپارل.

ټرمپ ،بایډن افغانستان کې زموږ پوځي تجهیزات دښمن ته وسپارل.

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا د جوبایډن پر ادارې نیوکه وکړه چې په افغانستان کې یې د امریکا وسلې پرېیښې دي. ټرمپ وویل، «هغه په میلیاردونو ډالره [د متحده ایالاتو تجهیزات] افغانستان ته ور کړل».

 

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له ښځو سره په یوه غونډه کې وویل، « موږ خپل پوځ بیا ورغاوه، ډېره برخه مو افغانستان ته ورکړې. دغه سړي [بایډن] په میلیاردونو او میلیاردونو ډالر ترې افغانستان ته وبښل. ښايي اړ وځو چې بېرته یې واخلو، سره له دې چې اوس یوڅه زړې شوې دي. هغه ورو ورو زړیږي، موږ نوي تجهیزات جوړوو».

 

ټرمپ له دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پرېښودو له امله د جوبایډن پر ادارې نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې « دوی زموږ پوځي تجهیزات دښمن ته وسپارل».

 

هغه د تېر کال په کب میاشت کې د ډاګ په نوم یوه امریکايي چارواکي ته دنده وسپارله چې له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزات بېرته واخلي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا د جوبایډن پر ادارې نیوکه وکړه چې په افغانستان کې یې د امریکا وسلې پرېیښې دي.

ټرمپ وویل، «هغه په ملیاردونه ډالره [د متحده ایالاتو تجهیزات] افغانستان ته ور کړل».

ټرمپ له طالبانو سره د امریکا مرستې د امریکايي وسلو له سپارنې سره مشروطې کړې دي، خو دا لا روښانه نه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته امریکايۍ مرستې اوس هم ځي او که بندې شوې دي.

ټرمپ له دې وړاندې په تکرار ویلي، چې که په واک کې وای د بګرام پوځي اډه یې نه پرېښوده، چې چینایان یې په واک کې واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه