دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامريکا:مسافر وړونکې الوتکه د واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر...

امريکا:مسافر وړونکې الوتکه د واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره جنګېدلې او د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې ده.

ويب ډيسک

په امریکا کې د هوایي چلند ادارې مسوولینو او سپینې ماڼۍ ویلي، چې یوه داخلي مسافر وړونکې الوتکه د واشنګټن ډي سي د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته نژدې له یوې پوځي الوتکې سره جنګېدلې او د پوټامیک په سیند کې غورځېدلې ده.

 

د سرچینې د مالوماتو له مخې د ژغورنې او اضطرار ډلې په بېړه سیمې ته رسېدلې او په دغه میدان کې ټول پروزاونه ځنډول شوي دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت د فاکس خبري شبکې ته ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د دغې پېښې په اړه خبر شوی دی.

 

سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه الوتکه د ناستې په وخت کې له یو هلیکوپتر سره جنګېدلې ده.

 

تر اوسه د دې پېښې د علت او په کې د اوښتي زیان په اړه بشپړ مالومات نه دي ورکړل شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه