لیکنه: صافی
اندریاس ریک ویتز په خپل کتاب کې د پرمختګ او له لاسه ورکولو ترمنځ یوه ستونزه مطرح کوي. هغه وايي چې په عصري نړۍ کې دوه اصلي مفاهیم شتون لري یو د پرمختګ امید او بل له لاسه ورکولو ویره.
دا دواړه مفاهیم په لویدیځې ټولنې کې ډېر مهم دي. په دې معنا چې موږ د دې ټولو پرمختګونو لکه د شتمنۍ زیاتوالی، د ټولنیز مقام ښه والی، او د ژوند د کیفیت لوړوالی ته خوشحال یو، خو له همدې پرمختګونو سره یو ځای د یوې بلې ویرې سره هم مخ یو. دا وېره دا ده چې زموږ ټولنیز مقام، شتمني، او حتی طبیعت ته تهدیدونه جوړیدای شي.
ریک ویتز دې ته اشاره کوي چې پرمختګ یوازې یو اړخ نه لري. موږ باید د دې پرمختګ سره یو ځای د هغه خطرونو او له لاسه ورکولو ویرې ته هم پام وکړو
.
په حقیقت کې، هغه وايي چې دا دواړه مفاهیم، پرمختګ او له لاسه ورکول، یو بل سره تړاو لري. د دې ویرې له مخې، موږ له دې څخه پوهیږو چې پرمختګ تل په دوامداره توګه د ښه والي لامل نه دي
له لاسه ورکول هم د دې ثابتولو یوه بڼه ده هر هغه څه چې موږ یې ترلاسه کوو، تل په ډاډه توګه خوندي نه پاتې کیږي.
دا چې د پرمختګ او له لاسه ورکولو ویره څنګه یوه بل سره تړاو لري، ریک ویتز وایي چې د دې ویرې له مخې، کله چې خلک پوه شي چې د دوی ترلاسه کړي پرمختګونه، لکه د اقتصادي وضعیت ښه والی یا د طبیعت د پراختیا کچه، تل په خطر کې دی، نو دا فکر کولی شي دوی ته د بدلون لپاره نوي لارې او فرصتونه وښيي.
د لویدیځ په فلسفه کې د پرمختګ باور یوه بنسټیزه برخه ده. د کانټ او هیګل په څیر مشهور فیلسوفان په دې باور ول چې تاریخ د پرمختګ په لور روان دی. دوی ویلي چې انسانان به د پوهې، عقل او علم په مرسته خپل ژوند بهتر کړي. د دې پر اساس، د پرمختګ لپاره د علم او ټکنالوژۍ پراختیا یوه مثبت او اړینه برخه ګڼل کیږي. خو ریک ویتز دا یادونه کوي چې په دې معاصرې نړۍ کې، له دې پرمختګ سره یو ځای، د دې پرمختګ د مثبت پایلو په اړه شکونه هم شتون لري. د خلکو اندېښنې ډېرې شوي دي چې د پرمختګ سره ممکن د یوې بلې ستونزې لکه له لاسه ورکولو سره مخ شي.
په اسلام کې، د پرمختګ مفکوره یوازې په مادي نړۍ پورې تړلې نه ده. اسلام موږ ته ښيي چې د پرمختګ اصلي هدف یوازې د مادې زیاتوالی نه دی، بلکې د انسان روحاني وده او اخلاقي پرمختګ هم دی.
قرآن کریم وایي:
“موږ به تاسو ته د ویرې، لوږې، شتمنۍ او ژوند په نورو برخو کې ازموینه وکړو.
نو په اسلام کې، له لاسه ورکول یوازې د یو بدی حادثې په توګه نه ګڼل کیږي، بلکه د انسان د آزموینې یوه برخه ده. له لاسه ورکول د یوې روحاني ودې لپاره فرصت ګڼل کیږي. انسانان باید په دې پوه شي چې هر څه چې له لاسه ورکوي، هغه د الله اراده ده او باید د هغې په وړاندې صبر وکړو.
خو مونږ ته د صبر سره سره په دغه مشکلاتو فکر کول او ددغو ستونز په خپل عقل حل راويستل پکار دی او دا هم ددين نچوړ او مفهوم دی.


