دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپيوټن ویلي، د اوکراين د جګړې په سر ټرمپ سره جوړ جاړي...

پيوټن ویلي، د اوکراين د جګړې په سر ټرمپ سره جوړ جاړي ته تیار دی

ويب ډيسک

 

د روس صدر ولادیمیر پيوټن ويلي، د اوکراین د جګړې ختمولو دپاره د امریکا منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سره خبرو او جوړ جاړي ته تيار دی، او د اوکراين سره د خبرو دپاره هم کوم شرط نه لري.

 

پيوټن خبريالانو سره خبرو کې ویلي، “مونږ تل ويلي چې مونږ خبرو او جوړ جاړي ته تیار يو”.

 

نوموړي دغه خبره خبريالانو سره خبرو کې وروسته له هغې کړې، چې ويلي یې وو د روس ځواکونو په اوکراين کې خپلو اهدافو ترلاسه کول ته نزدې دی.

 

هغه ويلي، د ټرمپ سره ليدو ته تیار دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه