دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا: پاکستان په امریکا کې دننه د ويشتونکي بېلسټک ميزايل جوړولو وړتيا...

امریکا: پاکستان په امریکا کې دننه د ويشتونکي بېلسټک ميزايل جوړولو وړتيا ترلاسه کوي

ويب ډيسک

 

ايټمي وسلې لرونکی پاکستان، د لرې پورې ګوزار کولو يا ويشتو د داسې ميزايل جوړولو وړتيا ترلاسه کوي چې د سويلي اسيا څخه بهر په امریکا کې دننه به هم اهداف په نخښه کولی شي.

 

دغه خبره د امریکې د ملي امنيت مرستيال سلاکار جان فاينر د زیارت په ورځ کړې ده.

 

هغه ويلي، د اسلام اباد د دغې رویې څخه په دغې اړه په حقيقي معنو کې پوښتنې راولاړې شوي چې د دې بېلسټک ميزايل پروګرام هدف څه دی.

 

جان فاينر دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې يوه ورځ وړاندې امریکې د پاکستان د بېلسټک ميزايل سره اړونده يوې رياستي ادارې په ګډون په څو ادارو نوي بنديزونه لګولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه